پست‌ها

فکری او ذهنی بدلون

تصویر
فکري بدلون!  هره خبره، وینا او یا کلام چې ستاسو له ذهن نه را څرګندېږي، ستاسو باور او عقیده جوړوي.  کله چې تاسو وایاست،  ( زه لایقه او وړ کس نه یم) په حقیقت کې تاسو د خپل ځان د محکومیت او ناتوانې اعلان کائناتو ته ورکوي. چې په دې کار سره به ټول منفي او ناوړه باورونه ستاسو ذهن ته سرایت وکړي؛ کوښښ وکړئ، کله چې تاسو د ځان سره ذهنې خبرې کوي، ستاسو خبرې باید مثبتې او انګېزه بخښوونکي وي، ځکه چې کومې خبرې چې تاسو د ځان سره کوي، هغه ۹۰% سلنه بیرته تاسو ته در ګرځي.  څنګه کولای شو، چې د خپل ځان سره ذهنې خبرې مو مثبتې او ګټورې وي؟  په ځواب کې یې باید ووایم، چې لومړۍ تر هر څه مو خپل ذهن بررسۍ او ارزیابې کړئ، او دا ومومئ، چې تاسو زیاتره وخت د ځان په هکله منفي که مثبت غږېږي، ځکه، چې د انسان ټول ژوند د هغه په فکر پورې تړلي ده. که چېرته یو کس د ځان په هکله مثبت فکر کوي، نو یو ورځ نه یو ورځ به یې دغه مثبت اوسېدل په ژوند کې ستر بدلون او خوځښت راولي. که غواړي، چې په ژوند کې مو مثبت او ښه بدلونونه راشي، نو خپل دید او ذهنیت ته مو تغییر ورکړئ. او دا په یاد ولرئ، چې ۹۰% سلنه ستاسو په ژو...

د ماسک سره لمونځ څنګه دی

تصویر
 د ماسک سره لمونځ څنګه دی؟ سوال: داچي اوس د کرونا ناروغي په نړۍ کي مخ پر ودي ده، او خلک په بېره کي دي، موږ خلکو ته دا توصیه کوو چي د نورو تدابیرو سره د خولې ماسک هم استعمال کړئ، چي دا یو خاص حالت او ضرورت دی، له دې ماسک سره لمونځ څنګه دی؟ ځواب:  فقهاء لیکلي دي چي په عام حالت کي خوله او پزه پټول په لمانځه کي مکروه تحریمي دی، ځکه دا د مجوسیانو سره مشابهت دی،  که چیري د ضرورت او دغې مهلکي ناروغۍ  د خطرې له کبله ماسک استعمال سي، خوله او پزه یا څهره پټه سي بېله کراهیته لمونځ صحیح دی. یکره اشتمال الصماء والاعتجار والتلثم والتنخم و کل عمل قیل بلا عذر. (قوله: و التلثم) و هو تغطیة الانف والفم فی الصلاة، لانه یشبه فعل المجوس حال عبادتهم النیران، زیلعی و نقل عن ابی السعود: انها تحریمیة. (الدر المختار و حاشیه ابن عابدین (رد المحتار ۱/ ۶۵۲)

د حضرت عیسی او د یاجوج او ماجوج ورسته د مسلمانانو خلیفه

 د حضرت عیسی علیه السلام او د یاجوج ماجوج ترمنځ جنګ او له ده وروسته د مسلمانانو خلیفه! ګرانو مسلمانانو وروڼو دا لیکنه یو ځل ضرور وګورئ که مو ولوستله إن شاء الله ډیر څه به ترلاسه کړئ حتمن، څو ورځې وړاندې مو د عیسي علیه السلام د راښکته کېدو په اړه ولوستل او د لیکنې په آخر کې حضرت عیسي علیه السلام له لویې فتنې دجال سره مخ کېږي او بالاخره قتلوي یې، چې بیا له دې وروسته خلک په آرام سره ژوند کوي، چې یاجوج او ماجوج به دیوال وران کړي او په ځمکه به خواره شي، د الله تعالی له لوري به حضرت عیسی علیه السلام ته آمر وکړي چې مسلمانان د طور د غره پر لور راټول کړي ځکه چې د یاجوج او ماجوج مقابله کول د چا د وس کار نه دی، یاجوج او ماجوج په دومره ډېر شمېر او دومره په تېزۍ سره راووځي چې له هر ځایه به معلومېږي، ښارونو ته به ښکته شي او هر لوري ته چې ځي تباهي به رامنځته کوي، له اوبو چې تېرېږي په څښلو به یې ختموي او کله یې چې لومړنۍ ډله د طبریې له سمندر څخه تېرېږي نو ټولې اوبه به یې وڅښي او کله یې چې آخري ډله ور څخه تېرېږي نو وایي به چې دلته اوبو بېخي شتون نه درلود، له هره خوا د تباهۍ او بربادۍ وروسته به یاجو...

د جمیل ایډی د فاسورډ بدلولو طریقهه

  خد جيميل ايډي کوډ بدلولو طريقه که ستاسې جيميل ايډي نه خلاصیږي نو څه به کوئ نن يې د حل لاره درښايو 1_ لومړى به جيميل ايډي راخلاصه کړئ په ګوګل کروم کې. 2_ به په forget password باندې کلېک کړئ. 3_ درته به وليکي enter last password نو تاسو به پکې خپل تېر پاسورډ وليکئ.  4_ نو تاسو ته به د موبايل د شمېرې دوه اخرني عددونه ښکاره شي تاسو به هماغه نمبر داخل کړئ په کوم چې مو جيميل فعال کړى وو. 5 نو همدې نمبر ته به شپږ عدده کوډ راشي هغه به داخل کړئ. 6_ نو د نوي کوډ ورکولو لپاره به درته زمينه مساعده شي نوي کوډ مو ورکړئ او پدئ توګه به خپل جيميل بېرته په لاس راوړئ. په ياد ولرئ چې تاسو ته به دوه اپشنه په اخر کې درکړي  1 continue with other devices 2 log out from other devices ✔️ تاسو به دوهم اپشن لاګ اوټ فرم ادر ډيويس باندې کلېک کړئ

مطالعه باید څنګه وکړو

     🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋 ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚 #مطالعه_باید_څنګه_وکړو__ * ډېری کسان شکایت کوي ، چې مطالعه کوم خو کوم څه مې په ذهن کې نه پاتېږي ، حافظه مې کمزورې ده ، د مطالعې د جذبولو استعداد نه لرم او یا هم وخت نه لرم چې مطالعه وکړم . * زه فکر کوم دا یوازې بهانې دي ، چې له مطالعې څخه ځان خلاص کړو .  * د ارواپوهانو په اند ، درې ډوله ذهنونه شته : ۱– کمزوری . ۲- متوسط . ۳- قوي . * خو انسان کولای شي ، چې د مطالعې په تمرین سره د خپلې حافظې د جذب مقدار لوړ کړي ،  یعنې په مطالعه کولو سره کمزوری ذهن په متوسط ، متوسط په قوي ذهن بدلېږي . نو سړی ویلای شې ، چې په نړۍ کې هېڅ کمزورې او قوي حافظه وجود نه لري ، یوازې هغه حافظې قوي او ښه کار ورکوي ، چې روزل شوې وي . 👈 مطالعه څنګه او څه وخت وکړو ؟ ۱ – باید په چوکۍ کې کښېنو ، ژېړه روښنایې وې او کتاب له سترګو څخه ۳۰-۴۰ سانتي متر پورې لیري ونیول شې . ۲- د مطالعې پر مهال مهم ټکي باید یاداښت کړل شې . ۳- مهمو ټکو او عباراتو ته په ذهن کې تصویرونه جوړشي . ۴- مطالعه باید په مجلس کې ونه شي . ۵- د مطالعې او موسیقي اورېدل ب...

د نوروز لمانځلو په اړه پوره معلومات

     🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋 ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚 د نوروز په اړه: ـــــــــ د نوروز لمانځلو فرهنګ د کفارو لخوا ایښودل سوی دی، دا ورځ په اسلام کي هیڅ ارزښت او ځانګړي مراسم نلري بلکي ددې ورځی پر لمانځلو باندي رسول الله صلی الله علیه وسلم بندیز لګولی دی بناءً مسلمانان باید د نوروز په ورځو کي د لاندي شيانو څخه ځان په کلکه وساتي چي خدای مکړه د لويي ګناه مرتکب نسي: 1.په ځانګړيو مراسمو باندي د کال د وروستنۍ چهارشنبې لمانځل چي دوی ورته سوري چهارشنبې او يا توره چهارشنبې وايي. 2.د نوروز په مناسبت او استقبال د كورونو اوسرايونو پاكول، منيځل او د كور د سامانونو بدلول. 3. ډول ډول خوراكونه په سترخان ايښودل، پرشا او خوا يې راټولېدل او دکال نوي کېدلو ته انتظارکول.  4.بل چاته  د د نوروز مبارکي ویل او یا د مبارکۍ کارت، مسیج او پیغام لیږل. 5. ناوي او زوم ته عیدی ورکول. 6. په مناسبت ددې ورځي د دوستانواوخپلوانوسره ليدل او د هغوی سره ملاقات او ناسته کول. 7.ددې ورځي په مناسبت د نووكالو اغوستل. 8.د دوكانونو، مدارسو، مكاتبو او پوهنتونونو تعطيلول او بندول. 9.په مناسبت ددې ورځ...

د حضرت بلال حبشی رض

د حضرت بلال حبشي رضی الله عنه اسلام راوړل او زحمت: حضرت بلال حبشي رضی الله عنه هغه مشهور صحابی دی چې د مسجد نبوي همیشه مؤذن پاته شوی دی، په شروع کې د یوه کافر غلام و، وروسته یې اسلام راوړ. تر اسلام راوړلو وروسته ډول ډول شکنجې او ظلمونه ورباندي کیدل. امیه بن خلف به چې د مسلمانانو سر سخت دښمن و حضرت بلال رضی الله عنه په سخته ګرمي کې د غرمې په وخت په ګرمو شګو ستوني ستغ وغورځوی او په سینه مبارکه به یې ورته ډېر دروند څیز کیښود تر څو حرکت ونه کړي، او ورته ویل به یې: يا په دې حالت کې مړ شه او که ژوند غواړې نو له اسلام څخه واوړه. خو د ده مبارک به په دې حالت کې هم د اَحَد، اَحَد اواز پر خوله و، یعني د عبادت لایق یو دی – هغه چې د ټولي نړۍ پیدا کوونکی او پالونکی دی. د شپې له طرفه به یې په ځنځیرونو وتړی او په درنو ګروزونو به یې واهه. بیا به یې د ورځې په همدې زخمي حالت کې پر ځمکه وغورځوی تر څو له همدې زخمونو څخه زیات ناقراره شي، یا له اسلامه واوړي او یا په همدې حالت کې مړ شي. عذاب ورکوونکي به ستړي سول، کله به د ابوجهل نمبر و او کله د امیه بن خلف او کله به د نورو کفارو او مشرکینو. هر یوه به ده مبارک...