د حضرت بلال حبشی رض



د حضرت بلال حبشي رضی الله عنه اسلام راوړل او زحمت:


حضرت بلال حبشي رضی الله عنه هغه مشهور صحابی دی چې د مسجد نبوي همیشه مؤذن پاته شوی دی، په شروع کې د یوه کافر غلام و، وروسته یې اسلام راوړ. تر اسلام راوړلو وروسته ډول ډول شکنجې او ظلمونه ورباندي کیدل.


امیه بن خلف به چې د مسلمانانو سر سخت دښمن و حضرت بلال رضی الله عنه په سخته ګرمي کې د غرمې په وخت په ګرمو شګو ستوني ستغ وغورځوی او په سینه مبارکه به یې ورته ډېر دروند څیز کیښود تر څو حرکت ونه کړي، او ورته ویل به یې: يا په دې حالت کې مړ شه او که ژوند غواړې نو له اسلام څخه واوړه.


خو د ده مبارک به په دې حالت کې هم د اَحَد، اَحَد اواز پر خوله و، یعني د عبادت لایق یو دی – هغه چې د ټولي نړۍ پیدا کوونکی او پالونکی دی. د شپې له طرفه به یې په ځنځیرونو وتړی او په درنو ګروزونو به یې واهه. بیا به یې د ورځې په همدې زخمي حالت کې پر ځمکه وغورځوی تر څو له همدې زخمونو څخه زیات ناقراره شي، یا له اسلامه واوړي او یا په همدې حالت کې مړ شي.


عذاب ورکوونکي به ستړي سول، کله به د ابوجهل نمبر و او کله د امیه بن خلف او کله به د نورو کفارو او مشرکینو. هر یوه به ده مبارک ته په عذاب ورکولو کې ځان مخکې کاوه تر څو ټول توان باندي ورسره ظلم وکړي.


حضرت بلال رضی الله ته د مشرکینو له طرفه هر قسمه تکلیفونه ورکړل شول، د مکې هلکانو ته به یې حواله کړ او امر به یې ورته وکړ چې د مکې په ټولو کوڅو کې یې په ډېر ظلم سره وګرځوي، خو دئ مبارک د دومره ټینګ عزم خاوند و چي یو وخت یې هم له خولې څخه د احد، احد نعره نه ده لویدلې.


کله چې حضرت ابوبکر رضی الله عنه په دې حالت کې ولید نو په بیعه یې واخست او ازاد یې کړ.


وروسته د رسول الله ﷺ له طرفه د خپل دربار د مؤذن وظیفه ورکړل سوه او دا ستر مقام ورته د همیشه لپاره ورکړل شو. د رسول الله ﷺ د وفات څخه وروسته د نبي علیه السلام ځای خالي لیدل ورته مشکل شو، نو په همدې وجه یې غوښتل څو ورځې په جهاد کې تېري کړي.


تر څه مودېوروسته یې په خوب کې د نبی کریم ﷺ زیارت وکړ. نبی ﷺ ورته وفرمایل: ای بلاله! دا څه ظلم دې شروع کړی او زما خوا ته نه راځې. له خوبه تر پاڅیدلو وروسته مدینې منورې ته ولاړ. حضرت حسن، حسین رضی الله عنهما د اذان کولو فرمایش ورته وکړ – دا نو داسي څوک نه وو چې ده ترې انکار کړی وای. کله چې یې اذان شروع کړ، د خلکو په غوږونو کې هماغه د محمد ﷺ د زمانې د اذان ولولې راپورته شوې. زنانه له کورونو را ووتلې، یو او بل طرف ته شور او غوغا خپره سوه.     د دعا په هیله

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه