وهابیان څوک دی؟

 سم دواره ډز مکوه لګ تحقیق کوه؟

☜وهابیان څوک دي؟

وهابیان دحنفیي علماوو دنظره 

څوک وو؟؟؟


د وهابیانو(سلفیانو) باره کی دحنفي علماؤ نظر:


☜①رشید احمد ګنګوهي (رحمه الله) ویلي دي: څوک چی د رسول الله (صلی االله علیه وسلم) د سنتو تابعداري کوي او دینداره وي وهابي ورته ویل کیږی(1)

②☜د دارالعلوم دیوبند مفتي اعظم مولانا کفایت الله دهلوي (رحمه الله)  ویلي دي :

 په هندوستان کی بدعتیان(ګمراهان)وهابي هغه چاته وایي چی د رسول الله (صلی الله علیه  وسلم) په سنتو عمل کوي ، له بدعت او ګمراهي نه خلک منعه کوي.(2)

③☜د اشرف علي  تهانوي (رحمه الله)  په نوم یو بل دیوبندي عالم چی (حکیم الأمة) لقب لري هغه ویلي دي: 

بدعتیان حق پرسته خلکو ته وهابیان وایي.(3)

④☜مفتي عبدالعلي  (رحمه الله) ویلي : بریلویان او صوفیان هغه چاته وهابي وایي څوک چی  سامری ته بد وایي او د شرک نه خلک منعه کوي. (4)

⑤☜دمولانا ګوهر الرحمن (رحمه الله) په نوم یو بل مشهور  حنفي عالم وایي:

بدعتیان  هغه چاته وهابي وایي چی د الله او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د سنتو تابعداري کوي، او خلک له بدعتو نه منعه کوي،بیا یی ویلي دي : (وهَّاب) د الله نوم ده، چی معنی یی: رباني،مخلص او الله پرست.(5)

⑥☜یو بل حنفي عالم ویلي دي : د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د سنتو سره د دښمني په خاطر بدعتیان هغه کسان مسجد کی نه پریږدي څوک چی د رسول الله په سنتو عمل کوي،دا لوی ظلم ده باید همدا مبتدعین له مسجد څخه وویستل شي.(6)

⑦☜دمولانا عمران (رحمه الله) په نوم بل حنفي عالم ویلي دي: څوک چی د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو عمل کوي عوام خلک ورته وهابي وایي.(7)

حوالی لاندی کتابونوکی کتلايشۍ

[۱]فتاوای رشیدیه ص251 مکتبه رحمانیه .

[۲]کفایت المفتی ص198 ج1 مکتبه امدادیه.

[۳]الجواب ص91 مکتبه فاروقیه.

[۴]بلوغ المرام فی تعلیم الاسلام ص21 چاپ مکتبه حقانیه.

[۵]تفهیم المسائل ج6ص203 .

[۶]کفایت المفتی ص189 ج1.

[۷]اهل حدیث هم اهل النبی ص17.


نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض