مطالعه باید څنګه وکړو
🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋
ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚
#مطالعه_باید_څنګه_وکړو__
* ډېری کسان شکایت کوي ، چې مطالعه کوم خو کوم څه مې په ذهن کې نه پاتېږي ، حافظه مې کمزورې ده ، د مطالعې د جذبولو استعداد نه لرم او یا هم وخت نه لرم چې مطالعه وکړم .
* زه فکر کوم دا یوازې بهانې دي ، چې له مطالعې څخه ځان خلاص کړو .
* د ارواپوهانو په اند ، درې ډوله ذهنونه شته :
۱– کمزوری .
۲- متوسط .
۳- قوي .
* خو انسان کولای شي ، چې د مطالعې په تمرین سره د خپلې حافظې د جذب مقدار لوړ کړي ، یعنې په مطالعه کولو سره کمزوری ذهن په متوسط ، متوسط په قوي ذهن بدلېږي . نو سړی ویلای شې ، چې په نړۍ کې هېڅ کمزورې او قوي حافظه وجود نه لري ، یوازې هغه حافظې قوي او ښه کار ورکوي ، چې روزل شوې وي .
👈 مطالعه څنګه او څه وخت وکړو ؟
۱ – باید په چوکۍ کې کښېنو ، ژېړه روښنایې وې او کتاب له سترګو څخه ۳۰-۴۰ سانتي متر پورې لیري ونیول شې .
۲- د مطالعې پر مهال مهم ټکي باید یاداښت کړل شې .
۳- مهمو ټکو او عباراتو ته په ذهن کې تصویرونه جوړشي .
۴- مطالعه باید په مجلس کې ونه شي .
۵- د مطالعې او موسیقي اورېدل باید یو ځای و نه شي .
۶- په آرام محیط کې مطالعه وشي .
۷- مطالعه یوازې د امتحان په شپه نه بلکې هره ورځ باید وشي ، چې ذهن یې په کراره – کراره سره قبوله کړي .
۸- د خوراک په وخت کې مطالعه و نه شي .
۹- د خوب په ځای کې مطالعه ونه شي .
۱۰- د وسواس او اضطراب په حالت کې مطالعه ونه شي .
👈 هغه کومې لارې دي ، چې په عملي کولو سره یې په دې توانېدلای شو چې له مطالعې څخه ښه جذب وکړو :
۱- د مطالعې لپاره باید لومړی ذهناً او جسماً آماده واوسو .
۲- د زده کړې او یا مطالعې د جذب لپاره باید یوه انګېزه وجود ولري ، یعنې دا راته په ثبوت رسېدلې وي ، چې دا زده کړه بې ګټې نه ده .
۳- د لیکوال ، کتاب او محتوا پېژندنه .
۴ د مطالعې په هکله له خپلو شته تجربو څخه استفاده کول .
۵- له ځان څخه سوالونه کول .
۶- په اخري کې له ځان څخه امتحان اخیستل .
۷- د کتاب خلاصه په خپلو کلماتو کې لیکل .
👈 زموږ سویې ولې ټیټې یا ورځ تر بلې ټيټېږي ؟
۱ – د مسلکې استادانو نشتون .
۲- په کورنۍ کې فرهنګي فقر .
۳- کمزوری اقتصاد .
۴- د کورنۍ د غړو ډېرښت .
۵- د کورنۍ د غړو ناسمه رویه د زده کوونکو او محصلینو سره .
۶- په صنف کې درس ته نه توجه او نوټ نه اخیستل .
#اول يې په ځان تطبیقوم او بیا مې له تاسو هم غوښتنه ده چې مطالعه وکړئ .
☝☜نشرکول یی صدقه جاریه ده ☞☝
د دعا په هیله
نظرات
ارسال یک نظر