د حضرت عیسی او د یاجوج او ماجوج ورسته د مسلمانانو خلیفه
د حضرت عیسی علیه السلام او د یاجوج ماجوج ترمنځ جنګ او له ده وروسته د مسلمانانو خلیفه!
ګرانو مسلمانانو وروڼو دا لیکنه یو ځل ضرور وګورئ که مو ولوستله إن شاء الله ډیر څه به ترلاسه کړئ حتمن،
څو ورځې وړاندې مو د عیسي علیه السلام د راښکته کېدو په اړه ولوستل او د لیکنې په آخر کې حضرت عیسي علیه السلام له لویې فتنې دجال سره مخ کېږي او بالاخره قتلوي یې، چې بیا له دې وروسته خلک په آرام سره ژوند کوي، چې یاجوج او ماجوج به دیوال وران کړي او په ځمکه به خواره شي، د الله تعالی له لوري به حضرت عیسی علیه السلام ته آمر وکړي چې مسلمانان د طور د غره پر لور راټول کړي ځکه چې د یاجوج او ماجوج مقابله کول د چا د وس کار نه دی، یاجوج او ماجوج په دومره ډېر شمېر او دومره په تېزۍ سره راووځي چې له هر ځایه به معلومېږي، ښارونو ته به ښکته شي او هر لوري ته چې ځي تباهي به رامنځته کوي، له اوبو چې تېرېږي په څښلو به یې ختموي او کله یې چې لومړنۍ ډله د طبریې له سمندر څخه تېرېږي نو ټولې اوبه به یې وڅښي او کله یې چې آخري ډله ور څخه تېرېږي نو وایي به چې دلته اوبو بېخي شتون نه درلود، له هره خوا د تباهۍ او بربادۍ وروسته به یاجوج او ماجوج ووایي چې ځمکه خو مو خپله شوه، راځئ چې د آسمان واله سره جنګ وکړو.
څه وخت چې یاجوج او ماجوج پر ځمکه فساد کوي، په دې وخت کې به حضرت عیسی علیه السلام له مسلمانانو سره د طور په غر کې محاصره وي او دغه وخت به د خوراکي توکو د نه شتون په سبب د غوا سر له سلو دینارو غوره وګڼي، چې بیابه د مسلمانانو د ستونزو پر اساس حضرت عیسی علیه السلام دعا او یاجوج او ماجوج ته ښېرا وکړي، چې له هغې وروسته به الله تعالی د یاجوج او ماجوج په غاړه او غوږونو کې چینجي او په ستوني کې به یې زخم را پیدا کړي او په همدې ډول به له منځه ولاړ شي. د یاجوج او ماجوج له ختمېدو وروسته به حضرت عیسی علیه السلام له خپلو ملګرو سره له غره راښکته شي خو په ځمکه به د یاجوج او ماجوج جسدونه پراته وي او بد بوی به کوي، نو حضرت عیسی علیه السلام او ملګري به یې دعا وکړي نو الله تعالی به یې دعا قبوله کړي او یو ډول غټ مرغان او هوا راولېږي او ټول جسدونه به یوسي، بیابه الله تعالی داسې باران وکړي چې ځمکه به ووینځي او پاک به شي او بېرته به له مېوو او برکتونو څخه ډکه شي.
نړۍ ته د حضرت عیسی علیه السلام راتګ به د یو امام او عدالت کوونکې په حیث سره وي، د نبي یا پیغمبر په ډول به نه وي بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه به وي، خپله به هم په قرآن، حدیث او په اسلامي شریعت ولاړ وي او نورو ته به هم بلنه ورکوي او په اخره زمانه کې به راښکته شي، څلویښت کاله به په دنیا کې وي او دغه دور به د اسلام له لومړي دور وروسته ددغه امت غوره دور وي، د عیسی علیه السلام ملګري به د الله تعالی په امر سره د دوزخ له اور څخه خوندي وي او هغه څوک چې د خپل دین لپاره ورسره یوځای کېږي الله تعالی ته به ګران وي، په دې زمانه کې به له اسلام پرته ټول دینونه او مذهبونه له منځه ولاړ شي، په نړۍ کې به هیڅ کافر نه وي، له چا به مالیه نه اخیستل کېږي، مال او شتمني به دومره ډېره او عامه وي چې څوک به یې قبولوي نه، زکات او صدقه اخیستل به ختم شي او خلک به یوه سجده له دنیا او پکې له شته شیانو غوره ګڼي، هر ډول دیني او دنیاوي برکتونه به وي، ټوله نړۍ به امن او آرامه وي، تر اوو کلونو به د هیچا ترمنځ دښمني نه وي، د ټولو له زړونو به کینه، حسد تربګني لېرې شي، تر څلویښتو کلونو پورې به نه څوک مړ شي او نه به ناروغ شي، د هر زهرجن حیوان زهر به ویستل شي، مار او لړم به څوک نه ځوروي، ماشومان به له مارانو سره لوبې کوي، که چېرته ماشوم د مار خولې ته هم لاس ور وړي زیان به نه ور رسېږي، وحشي حیوانات به هم په چا کار نه لري، انسان به د زمري له څنګ څخه تېرېږي، خو زیان به نه ور اړوي تر دې چې د زمري خوله به خلاصوي خو زمری به ورته څه نه وایې، اوښ به له زمریو، پړانګ به له غواګانو، لېوه به د پسونو او اوزو سره یوځای څرېږي، لېوه به د اوزو سره داسې وي لکه سپی چې د رمې ساتنه کوي.
د ځمکې پیداوار به دومره ډېر شي چې تخمونه به په تورو او کلکو تیږو کې هم شنه کېږي، انار به دومره غټ وي چې یو انار به یوې ډلې ته بس کېږي او خلک به یې له پوستکي ځانته سیوری جوړوي، په شېدو کې به دومره برکت پیدا شي چې یوه اوښه به غټې ډلې، یوه غوا به قبیلې او اوزه به یوې کورنۍ ته شېدې ورکوي.
د عیسی علیه له راښکته کېدو وروسته به ژوند په خوښۍ روان وي، عیسی علیه السلام به واده او نکاح وکړي، اولادونه به پیدا شي او له نکاح وروسته به تر نوولس کلونو پورې ژوندی وي، بیابه وفات شي او مسلمانان به یې جنازه وکړي او خاورو ته به یې وسپاري.
نظرات
ارسال یک نظر