فکری او ذهنی بدلون
فکري بدلون!
هره خبره، وینا او یا کلام چې ستاسو له ذهن نه را څرګندېږي، ستاسو باور او عقیده جوړوي.
کله چې تاسو وایاست، ( زه لایقه او وړ کس نه یم)
په حقیقت کې تاسو د خپل ځان د محکومیت او ناتوانې اعلان کائناتو ته ورکوي. چې په دې کار سره به ټول منفي او ناوړه باورونه ستاسو ذهن ته سرایت وکړي؛ کوښښ وکړئ، کله چې تاسو د ځان سره ذهنې خبرې کوي، ستاسو خبرې باید مثبتې او انګېزه بخښوونکي وي، ځکه چې کومې خبرې چې تاسو د ځان سره کوي، هغه ۹۰% سلنه بیرته تاسو ته در ګرځي.
څنګه کولای شو، چې د خپل ځان سره ذهنې خبرې مو مثبتې او ګټورې وي؟
په ځواب کې یې باید ووایم، چې لومړۍ تر هر څه مو خپل ذهن بررسۍ او ارزیابې کړئ، او دا ومومئ، چې تاسو زیاتره وخت د ځان په هکله منفي که مثبت غږېږي، ځکه، چې د انسان ټول ژوند د هغه په فکر پورې تړلي ده. که چېرته یو کس د ځان په هکله مثبت فکر کوي، نو یو ورځ نه یو ورځ به یې دغه مثبت اوسېدل په ژوند کې ستر بدلون او خوځښت راولي. که غواړي، چې په ژوند کې مو مثبت او ښه بدلونونه راشي، نو خپل دید او ذهنیت ته مو تغییر ورکړئ. او دا په یاد ولرئ، چې ۹۰% سلنه ستاسو په ژوند کې ښه او بد واقعات او پیښې ستاسو د لېد او ذهنیت سره اړه لري، او پاتې لس سلنه یې بیا د بهرنیو پېښو او واقعاتو سره تړاو لري.
نظرات
ارسال یک نظر