پست‌ها

نمایش پست‌هایی با برچسب اسلام،پښتو،افغانستان،قدر،

د لیلة القدر شپی اووه نښی

 د لیلة القدر شپې اووه نښې: ۱ـ د شپې وروسته د سهار وخت لمر وړانګې نه وي ، ګرد به هم نه وي ، ځکه ګڼ شمیر ملائکې چې ځمکې ته راغلی وي ، د ختلو په حالت کې وي. عیني شرح بخاري ـ ۵ ـ ۶۵.     ۲ـ دغه شپه صفا ستره او پاکه وي ، مسند احمد ابو یعلی ـ ۳۶۵. ۳ ـ پدې شپه نه زیاته ګرمي وي او نه یخني. ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱. ۴ ـ پدې شپه اسمان کې ستوري نه ویشتل کیږي. ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱. ۵ ـ امام ابن جریر طبري د ځینو بزرګانو څخه نقل کړی دی ، چې پدې شپه هر شی ځمکې ته ټیټیږي ، او الله ته سجده کوي ، او بیرته عادي حالت ته راګرځي ، مګر هر څوک یې نه ویني کیدای شي دیر ورباندې پوه هم نه شي، عیني ـ ۵ ـ ۳۲۵. ۶ ـ د ځینو علماوو تجربه دا ده ، چې پدې شپه د سمندرونو او کوهیانو بی خونده اوبه خوندوري وي. العرف الشذي ـ ۳۲۷. ۷ ـ پدې شپه ملائکې د هغه مسلمان سره میلاویږي ، چې بخشش ورته شوی وي ، او د دغه مسلمان زړه نرم وي ، ژړا ورځي  چا چې تر اخیره ولوسته سبحان الله ولیکﺉ