د نوروز لمانځلو په اړه پوره معلومات
🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋
ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚
د نوروز په اړه:
ـــــــــ
د نوروز لمانځلو فرهنګ د کفارو لخوا ایښودل سوی دی، دا ورځ په اسلام کي هیڅ ارزښت او ځانګړي مراسم نلري بلکي ددې ورځی پر لمانځلو باندي رسول الله صلی الله علیه وسلم بندیز لګولی دی بناءً مسلمانان باید د نوروز په ورځو کي د لاندي شيانو څخه ځان په کلکه وساتي چي خدای مکړه د لويي ګناه مرتکب نسي:
1.په ځانګړيو مراسمو باندي د کال د وروستنۍ چهارشنبې لمانځل چي دوی ورته سوري چهارشنبې او يا توره چهارشنبې وايي.
2.د نوروز په مناسبت او استقبال د كورونو اوسرايونو پاكول، منيځل او د كور د سامانونو بدلول.
3. ډول ډول خوراكونه په سترخان ايښودل، پرشا او خوا يې راټولېدل او دکال نوي کېدلو ته انتظارکول.
4.بل چاته د د نوروز مبارکي ویل او یا د مبارکۍ کارت، مسیج او پیغام لیږل.
5. ناوي او زوم ته عیدی ورکول.
6. په مناسبت ددې ورځي د دوستانواوخپلوانوسره ليدل او د هغوی سره ملاقات او ناسته کول.
7.ددې ورځي په مناسبت د نووكالو اغوستل.
8.د دوكانونو، مدارسو، مكاتبو او پوهنتونونو تعطيلول او بندول.
9.په مناسبت ددې ورځي سفركول.
10.په ديارلسمه ورځ د نوروز د تفريح او سياحت لپاره وتل (سيزده بدركول).
11.ددې ورځي په مناسبت غرونو، رودونو، پاركونو اوباغونو ته د ميلې لپاره تلل.
خلاصه: هر عمل چي په مناسبت ددې ورځي وي مسلمان باید د هغه د كولو څخه ځان وساتي، البته ځيني کارونه سته چي کچيري د نوروز په مناسبت او د نوروز لپاره نوي بلکي د عادت پر اساس وي نو بيا کوم شرعي مشکل نلري. لکه عادي سفر کول، عادي ميلمستيا جوړول ، د خپل عادت پر اساس د نوو کالو اغوستل، د عادت پر اساس د کورونو صفايي او داسي نور.....
مولوي نورالحق مظهري
نظرات
ارسال یک نظر