د ماسک سره لمونځ څنګه دی

 د ماسک سره لمونځ څنګه دی؟


سوال: داچي اوس د کرونا ناروغي په نړۍ کي مخ پر ودي ده، او خلک په بېره کي دي، موږ خلکو ته دا توصیه کوو چي د نورو تدابیرو سره د خولې ماسک هم استعمال کړئ، چي دا یو خاص حالت او ضرورت دی، له دې ماسک سره لمونځ څنګه دی؟

ځواب: 

فقهاء لیکلي دي چي په عام حالت کي خوله او پزه پټول په لمانځه کي مکروه تحریمي دی، ځکه دا د مجوسیانو سره مشابهت دی،  که چیري د ضرورت او دغې مهلکي ناروغۍ  د خطرې له کبله ماسک استعمال سي، خوله او پزه یا څهره پټه سي بېله کراهیته لمونځ صحیح دی.

یکره اشتمال الصماء والاعتجار والتلثم والتنخم و کل عمل قیل بلا عذر. (قوله: و التلثم) و هو تغطیة الانف والفم فی الصلاة، لانه یشبه فعل المجوس حال عبادتهم النیران، زیلعی و نقل عن ابی السعود: انها تحریمیة.

(الدر المختار و حاشیه ابن عابدین (رد المحتار ۱/ ۶۵۲)




نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض