پست‌ها

د قرانی سورتونو حکمتونه او اثر

 د_قرآنی_سورتونو_خاصیتونه  🔙سوره بقره : د جادو مخ نیوی او مریض لپاره 🔙سوره واقعه: د فقر مخ نیوی لپاره 🔙سوره کوثر: د خصومت مخ نیوی لپاره 🔙سوره ملک: د قبر له عذاب نه مخ نیوی لپاره 🔙سوره فاتحه: د خدای ﷻ د قهر مخ نیوی لپاره 🔙سوره محمد: د اخلاقو لپاره ⬅سوره جن : د وسوسی مخ نیوی لپاره ⬅سوره حجر : په مال کی د برکت راتلو لپاره ⬅سوره کافرون: د مرگ په وخت د کفر له مرګ نه نجات ⬅سوره دخان: د قیامت له ورزی د ویری لپاره ⬅سوره تغابن : د قرض خلاصولو لپاره ⬅سوره کهف : د غفلت نه د راویښودو لپاره ⬅سوره فتح : د کار پراخولو لپاره ⬅سوره صف : د فتحی او پیروزی لپاره ⬅سوره مزمل : د مهر او محبت لپاره ⬅سوره حج : د دین پوره او کاملولو لپاره ⬅سوره مریم : د انجنو د هیدایت لپاره ⬅سوره احزاب : د بخت ازمویلو لپاره ⬅سوره یونس : د اولاد لپاره ⬅سوره جمعه : د مال موندلو لپاره ⬅سوره یاسین: د قیامت په ورز له تندی نه مخ نیوی لپاره ⬅سوره اعلی : د ځوانان د هیدایت لپاره ⬅سوره حجرات : د مال د زیاتیدو لپاره ⬅سوره یوسف : د عظمت او بزرگی لپاره ⬅سوره مومنون : په سمه لاره د تلو لپاره ⬅سوره طور : د همیش لپاره مالداره او...

هغه موارد چی روژه نه فاسدوی

 ◆ هغه موارد چې روژه نه فاسد وي: ۱ـ په هيره سره خوراک څښاک او جماع. یعنې که د چا روژه هیره وه څه یې وخوړل یایې وڅښل او یایې له خپلې بی بی سره یوځای شو روژه یې فاسده نده روژه به ماتوي نه بلکې پوره دي کړی.  ۲ـ پر سر او ځان باندې غوړي موښل. ۳ـ رانجه پورې کول؛ ۴ـ حجامت کول (له بدن څخه وینه ویستل) ۵ـ حلق یا ستوني ته دود او ګرد تیرېدل. ۶ـ احتلام (په خوب کې انزال کیدل) ۷ـ حمام کول او یا په اوبو کې غوټه کیدل. ۸ـ د خپلې پوزې، بلغم او ناړو تیرول هم روژه نه ماتوي. ۹ـ کانګې که پرته له اختیار وي؛ برابره ده که خوله ډکه کړی او کنه، روژه نه فاسد وي. ۱۰ـ پرته له قصد څخه د کانګو تیریدل. ۱۱ـ په غاښونو کې د پاتې شوی څیز خوړل په دې شرط سره چې د یوه نخود له دانې څخه کم وي. ۱۲ـ ستونې ته د مچ یا کومې بلې حشرې ننوتل. ۱۳ـ پیچکاری یا سیرم، همدا شان د وینې تزریق او اخیستل هم په همدې حکم کې دي. ۱۴ـ له خپلې میرمنې سره ملاعبت او مچول په دې شرط چې انزال نشي، ( البته د هغو کسانو په حق کې چې په خپل نفس باندې پوره کنترول لري جایز او د هغو کسانو په حق کې چې ځان نشی کنترول ولی مکروه دی)  15- د طبعی مسواک کار...

د لمانځه فرضونه

 دلمانځ فرضونه : دلمانځه ديارلس فرضونه دي  چه اوه دلمانځه څخه بهر او شپږ په لمانځه کښې د ننه دي کوم چه دلمانځه نه بهر دي هغه ته دلمانځه شرطونه وايي اوکوم چه په لمانځه کې دننه دي هغه ته دلمانځه ارکان وايي . لومړی دلمانځه شرطونه : پدې شرطونو کې که يو هم پاتي شي لمونځ نه صحی کيږي . ۱- په وخت لمونځ کول : دوخت نه مخکې يا ورسته لمونځ کول نه صحی کيږي . ۲- دبدن پاکوالی : يعنی دلمونځ کونکي بدن به دحقيقي او حکمي ناپاکی نه پاک وي که اودس نلري اودس به کوي او که غسل نلری غسل به کوي  او که په بدن يې پليتی وي هغه به مينځي . ۳- دجامو پاکوالی : جامی به پاکې وي که نجاست غليظه يا خفيفه وي  هغه به پريمنځي . ۴- دلمانځه دځای پاکوالی: که فرش ،جاينماز او يا ځمکه وي هغه به پاک وي . ۵- ستر عورت : بدن به په جامو پټ وي دنر لپاره کم نه کم دزنګون څخه تر نامه پورې او دښځی ټول بدن بغير لاسونو ،مخ او پښو نور ټول  بدن عورت دی چه جامه به نازکه نه وي  چه دبدن کوم ځای ورڅخه ښکاره نشي   دګاج ټکري سره لمونځ نه کيږی ځکه دهغه نه ويښتان اونورځايونه ښکاريږي . که دنر دپښو ښنګري پټ وي لمونځ يې مک...

روژه د انسان بدن ته څه ګټی لری

     🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋 ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚 روژه د انسان بدن ته څومره ګټه لري ؟ ! روژه د انسان بدن ته زياته ګټه رسوي او د ځنو مزمنو نارغيو درملنه ورباندې کيږي چې پر بل څه سره نه کيږي چې په لاندې مقاله کې ځنو ته لنډه اشاره شوې ده : ۱- دماغ روژه بدن مجبوروي تر څو په هغه کې د زيرمه شويو غوړو يوه برخه مصرف کړي ، چې په نتيجه کې په وينه کې د «کوليسترول» مادې کچه ښکته کيږي کوم چې د دماغي سکتې سبب ګرځي او د روژې پر مهال يې تر ډيره حده پورې مخنيوی کيږي . ۲- پوست په روژه کې د بدن د اوبو نسبت کميږي نو ځکه په پوست کې د اوبو نسبت کميږي چې په نتيجه کې د لاندې ناروغيو مخنيوی ورباندې کيږي : – د پوست مقاومت د جراثمو او ميکروبي ناروغيو پر وړاندې غښتلی کوي . – د پوستګي د ناروغيو شدت کموي کوم چې د بدن ډيرو برخو ته رسيږي لکه د « psoriasis » په نوم جلدي ناروغي . – د حساسيت ناروغی کموي او تر ډيره حده پورې د غوړ پوست ستونزې کموي. ۳- زړه : زړه د خوړو د هضم لپاره ۱۰٪ وينه جهاز هضمي ته لږدوي مګر د روژې پر مهال دغه نسبت کميږي چې په نتيجه کې زړه څه نا څه استراحت کوي ، همدارنګه د زي...

د فرض لمانځه وروسته اذکار

     🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋 ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚 *_د فرض لمانځـه نـه وروسته اذکار_* *مسلسل شماره ⑬* ۱۳- دعا کول: د  ابو امامه رضي الله عنه  څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  څخه پوښتنه وشوه، كومه دعا ښه قبليدونكې ده؟ ويې فرمايل: «د شپې په آخري برخه كې دعا كول،او له فرض لمانځه څخه وروسته». (الترمذي) *شيخ الحديث وفقيه المحقق  مولانا محمد انورشاه الكشميري الحنفي رحمه الله فرمايي "واعلم أن السُّنة الأكثرية بعد الصلوات .... وكان في الأذكار والأدعية كلٌّ أميرَ نفسه، ولم تَثْبُت شاكلة الجماعة فيها، كما هو المعروف الآن.* (فيض الباري شرح البخاري باب مُكثِ الإِمَامِ فِي مُصَلاهُ بَعدَ السَّلام) *ژباړه:* پدې پوه شه چې له (فرض) لمنځونو څخه وروسته به (د نبي صلى الله عليه وسلم  په زمانه كې) عموما سنت طريقه دا وه چې .... او د اذکارو او دعاؤ په ويلو كې به هرکس د خپل ځان امير وو او په جماعت سره د هغې کول له سنتو څخه ندي ثابت لکه څنګه چې اوس رائج دي."  د سهار او ماښام له لمانځه وروسته ځانګړي اذکار   يادونه: د سهار او ماښام له لما...

د غسل کولو آداب

     🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋 ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚 د غسل کولو آداب  عن أبي مالک الأشعري – رضي الله عنه- قال رسول الله – صلی الله علیه و سلم-: الطهور شطر الإیمان. (رواه مسلم)  ژباړه: د ابو مالک الاشعري – رضي الله عنه- څخه روایت دئ، چي رسول اکرم – صلی الله علیه وسلم- وفرمايل: پاکي د ایمان یوه برخه ده.   اسلام نظافت د اوداسه او غسل په شکل سره روا کړی دئ، نو کله چي مسلمان بده ته غټه یا کوچنۍ پې اودسي پېښه سي، نو باید اودس یا غسل دستي وکړي، ځکه مرګ په باور نه دئ نو مسلمان بنده باید ټول عمر په طهارت سره واوسېږي.  1. د غسل لپاره د کالو د کښلو سره (بسم الله) ویل.  2. د عورت پټول ځکه پر مسلمان حرامه ده چي دی به د نورو په مخ کي غسل په داسی طریقه سره کوي چي د ده عورت به لڅ وي.  3. حمام ته به په داسي حالت کي نه داخلېږي چي پر غسل کوونکي باندي یو ټوکر یا کوم بل شی د عورت د پټولو لپاره نه وي.  4. د غسل کولو لپاره به داسي ځای پیدا کوي چي هلته هیڅوک نه وي او د نورو خلکو څخه به پرده کوي.  5. د غسل کولو لپاره به د بل چا څخه بې له ضرور...

ښځه باندی د خاوند حقوق

 #په_ښځه_باندې_د_خاوند_حقوق اللهﷻ نر پر ښځه باندې مشر او رئیس مقرر کړی ځکه چي د خپل اهل او عیال دپاره مالي مصارف پر غاړه لري. الله ﷻ فرمايي: الرِّجَالُ قَوّٰمُونَ عَلَى النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلٰى بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا مِنْ أَمْوٰلِهِمْ. [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۳۴] ژباړه: نارينه پر ښځو مسلط اداره چيان دي، له دې امله چي الله د هغو ځينو (نارينه و) ته پر ځينو نورو (ښځو) لوړتيا وربښلې ده، او له دې كبله چي نارينه خپل مالونه لګوي؛  #مرغلره رسول اللهﷺ فرمایي: "خیر النساءمن تسرک اذا ابصرت، و تعطیک اذا أمرت و تحفظ غیبتک في نفسها و مالک" ( طبراني ــ راوي عبدالله ابن سلام) ژباړه: د ښځو نیکه او ښه ښځه هغه ده چي کله هغې ته ګورې تا خوشحاله کړي او کله چي هغې ته د څه امر وکړې هغه اطاعت کوي او کله چي ته غایب وي هغه ستا د کور او ځان ساتنه کوي.