ښځه باندی د خاوند حقوق
#په_ښځه_باندې_د_خاوند_حقوق
اللهﷻ نر پر ښځه باندې مشر او رئیس مقرر کړی ځکه چي د خپل اهل او عیال دپاره مالي مصارف پر غاړه لري.
الله ﷻ فرمايي:
الرِّجَالُ قَوّٰمُونَ عَلَى النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلٰى بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا مِنْ أَمْوٰلِهِمْ. [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۳۴]
ژباړه:
نارينه پر ښځو مسلط اداره چيان دي، له دې امله چي الله د هغو ځينو (نارينه و) ته پر ځينو نورو (ښځو) لوړتيا وربښلې ده، او له دې كبله چي نارينه خپل مالونه لګوي؛
#مرغلره
رسول اللهﷺ فرمایي:
"خیر النساءمن تسرک اذا ابصرت، و تعطیک اذا أمرت و تحفظ غیبتک في نفسها و مالک"
( طبراني ــ راوي عبدالله ابن سلام)
ژباړه:
د ښځو نیکه او ښه ښځه هغه ده چي کله هغې ته ګورې تا خوشحاله کړي او کله چي هغې ته د څه امر وکړې هغه اطاعت کوي او کله چي ته غایب وي هغه ستا د کور او ځان ساتنه کوي.
نظرات
ارسال یک نظر