د فرض لمانځه وروسته اذکار

     🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋

ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚



*_د فرض لمانځـه نـه وروسته اذکار_*

*مسلسل شماره ⑬*


۱۳- دعا کول:

د  ابو امامه رضي الله عنه  څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  څخه پوښتنه وشوه، كومه دعا ښه قبليدونكې ده؟ ويې فرمايل: «د شپې په آخري برخه كې دعا كول،او له فرض لمانځه څخه وروسته».

(الترمذي)


*شيخ الحديث وفقيه المحقق  مولانا محمد انورشاه الكشميري الحنفي رحمه الله فرمايي "واعلم أن السُّنة الأكثرية بعد الصلوات .... وكان في الأذكار والأدعية كلٌّ أميرَ نفسه، ولم تَثْبُت شاكلة الجماعة فيها، كما هو المعروف الآن.*

(فيض الباري شرح البخاري باب مُكثِ الإِمَامِ فِي مُصَلاهُ بَعدَ السَّلام)


*ژباړه:*

پدې پوه شه چې له (فرض) لمنځونو څخه وروسته به (د نبي صلى الله عليه وسلم  په زمانه كې) عموما سنت طريقه دا وه چې .... او د اذکارو او دعاؤ په ويلو كې به هرکس د خپل ځان امير وو او په جماعت سره د هغې کول له سنتو څخه ندي ثابت لکه څنګه چې اوس رائج دي." 

د سهار او ماښام له لمانځه وروسته ځانګړي اذکار  

يادونه: د سهار او ماښام له لمانځه څخه وروسته د د تیرو اذکارو سره لاندې اذكار هم ولوستل شي: 

۞ *اللَّهُمَّ أَجِرْنِيْ مِنَ النَّار*

(اوه ځلې)


*ژباړه:*

الهي! ما د دوزخ له اور څخه وساتې. 

فضیلت: مسلم بن حارث التميمي رضي الله عنه  څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه ته و فرمايل: کله چې د ماښام له لمانځه څخه فارغ شوې، اوه ځله دا دعا (اللهم أجرني...) ووايه،كه دا دې وويله او پدې شپه كې وفات شوې، د دوزخ له اور څخه به خلاصون ومومې، او همدا راز كه دغه دعا د سهار له لمانځه وروسته اوه ځله ووايې او په هماغه ورځ كې وفات شې نو د دوزخ له اور څخه به نجات حاصلوې. (ابوداود، احمد)


*لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌه*

(لس ځلې)


*ژباړه:*

بې له الله جل جلاله  نه بل د عبادت وړ معبود نشته، هغه يو دى، شريك نه لري، هغه لره (د كايناتو) ټولواكي او پوره غوره ستاينه ده، هغه ژوند وركوي، او مرګ راولي، او هغه پر هر څه قادر دى. 

فضیلت: له ابو ايوب رضي الله عنه  څخه روايت دى: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  و فرمايل: «څوك چې د سهار په وخت (له لمانځه وروسته) لس ځله دا ذكر (لا اله الا الله وحده لا شريك له...) ووايي، د هغه په عوض ورته لس نيكۍ وركول كيږي، او لس ګناهونه يې بخښل كيږي، او لس درجې يې لوړيږي، او د څلورو غلامانو د آزادولو ثواب يې په نصيب كيږي، او دی تر ماښام پورې د شړل شوي شيطان څخه ساتل کیږي، او همدا راز كه څوك د ماښام له لمانځه نه وروسته دا كلمات ووايي تر سهاره پورې همدا فضيلت ورته حاصليږي».


(احمد) 

*اللّٰهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا وَرِزْقًا طَيِّبًا وَعَمَلًا مُتَقَبَّلًا.*

(ابن ماجه، احمد)


*ژباړه:*

الهي! زه له تا نه د ګټور علم، او پاك رزق، او قبول شوي عمل سوال كوم. (د سهار لمانځه نه وروسته یوځل) 

یادونه: كه د هر لمانځه نه وروسته پورتني اذکار ادا كړاى شي نوتقريبا له ۵۵ پنځه پنځوسو څخه زيات سنتونه كيږي او ددې سنتونو اداكول لاندې فايدې لري :


• د انسان لپاره په شپه او ورځ كې ۵۰۰ پنځه سوه صدقې ليكل كيږي. 

رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي: «هره تسبيح صدقه ده، او هر تكبير صدقه ده، او هر تحميد صدقه ده، او هر تهليل صدقه ده».

(مسلم) 

• په شپه او ورځ كې انسان ته په جنت كې ۵۰۰ پنځه سوه ونې لږول كيږي. 

رسول الله صلى الله عليه وسلم  يوه ورځ ابو هريره رضي الله عنه  وليدو چې ونه کښېنوي، نو نبي كريم صلى الله عليه وسلم  وفرمايل: «اى ابوهريره رضي الله عنه  آيا زه تاته داسې کښېنول ونه ښايم چې له دې نه بهتره دي»، ابوهريره رضي الله عنه  وفرمايل: ولې نه يارسول الله صلى الله عليه وسلم ، نبي كريم صلى الله عليه وسلم  و فرمايل: ووايه *سُبْحَانَ اللّٰهِ، وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ، وَلَا إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ، وَاللّٰهُ أَكْبَرُ،*

په دې هر ذكر تاته په جنت كې يوه ونه کښېنول کیږي. (ابن ماجه) 

• د هر لمانځه نه وروسته آيت الكرسي ويلو سره د انسان او جنت تر منځ صرف مرګ مانع ګرځي. 

• څوك چې دا اذكار له هر لمانځه څخه وروسته وايي د هغه ګناهونه كه دسمندر د ځګ برابر هم وي ورته بښل كيږي.  

(مسلم)


 ۱۳- د فرض لمانځه نه وروسته اذکار او دعاګانې د لمانځه پر ځای ویل.


۱۴- د مسنون اذکارو شمیر د ښي لاس پر ګوتو کول.



نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د قران کریم په اړه په زړه پوری معلومات

د قیامت 28علایم