هغه موارد چی روژه نه فاسدوی
◆ هغه موارد چې روژه نه فاسد وي:
۱ـ په هيره سره خوراک څښاک او جماع.
یعنې که د چا روژه هیره وه څه یې وخوړل یایې وڅښل او یایې له خپلې بی بی سره یوځای شو روژه یې فاسده نده روژه به ماتوي نه بلکې پوره دي کړی.
۲ـ پر سر او ځان باندې غوړي موښل.
۳ـ رانجه پورې کول؛
۴ـ حجامت کول (له بدن څخه وینه ویستل)
۵ـ حلق یا ستوني ته دود او ګرد تیرېدل.
۶ـ احتلام (په خوب کې انزال کیدل)
۷ـ حمام کول او یا په اوبو کې غوټه کیدل.
۸ـ د خپلې پوزې، بلغم او ناړو تیرول هم روژه نه ماتوي.
۹ـ کانګې که پرته له اختیار وي؛ برابره ده که خوله ډکه کړی او کنه، روژه نه فاسد وي.
۱۰ـ پرته له قصد څخه د کانګو تیریدل.
۱۱ـ په غاښونو کې د پاتې شوی څیز خوړل په دې شرط سره چې د یوه نخود له دانې څخه کم وي.
۱۲ـ ستونې ته د مچ یا کومې بلې حشرې ننوتل.
۱۳ـ پیچکاری یا سیرم، همدا شان د وینې تزریق او اخیستل هم په همدې حکم کې دي.
۱۴ـ له خپلې میرمنې سره ملاعبت او مچول په دې شرط چې انزال نشي، ( البته د هغو کسانو په حق کې چې په خپل نفس باندې پوره کنترول لري جایز او د هغو کسانو په حق کې چې ځان نشی کنترول ولی مکروه دی)
15- د طبعی مسواک کار ول.
◀ هغه موارد چې روژه فاسد وي خو یواځې قضايي لري نه کفاره:
۱ـ که یوه روژتي د شرعی عذرونو د یوه عذر له کبله لکه: سفر، بیماری، حيض، نفاس، بی هوښي، لیونتوب، او ماشوم ته د شیدو ورکولو له امله روژه ونه نیوله. په دوي باندې یواځې د روژې قضا ده کفاره پرې نشته.
۲ـ که داسې یو څه یې وخوړل چې عموماً د خوړو په صورت نه خوړل کیږی لکه: درمل (که هغه یې د شرعی عذر له امله خوړل)، اوړه، خمیره، ډیره مالګه په یوځلی، پنبه، کاغذ، د خرما زړی، خَټه، شږه، خاوره، د اوسپنې ټوټه، طلا، سپن زر، او دې ته ورته نور.
۳ـ په جبر او اکراه سره یې څه وخوړل یا یې وڅښل (چا اړ ویست چې دا به خورې کنه وژنم دې یا د وهم او...) .
۴ـ په دې ګومان سره چې سهار ندی شوی.
۵ـ د خولې او پوزې د وینځلو پر مهال ستونی ته یې اوبه تیرې شوې په داسې حال کې چې روژه یې یاد وه.
۶ـ عمدا او په قصد سره د خولې د ډکوالی په اندازه کانګې وکړې او له قصده یې هغه تیرې کړې.
۷ـ په خوله کې بی اختیاره د باران او واورې څاڅکي وغورځېدل او هغه یې تیر کړل.
۸ـ پرته د رمضان د میاشتې له روژې نه په روژه کې یې څه وخوړل او یایې وڅښل.
۹ـ په قصد سره یې دود یا ګرد خپل حلق ته داخل کړ.
۱۰ـ په غاښونو کې د نخود د دانې په اندازه یو څه پاتې ؤ هغه یې وخوړل.
۱۱ـ وروسته له هغه نه چې یو څه یې په هیره خوړلی ؤ خو بیایې ګومان وکړ چې روژه یې فاسده شوې او قصدا یې څه وخوړل.
۱۲ـ وروسته له هغه نه چې په ورځ کې یې د روژې نیت وکړ، یو څه یې وخوړل په داسې حال کې چې د شپې یې د روژې نيت نه ؤ کړی
۱۳ ـ مسافر شو، بیایې د اقامت نیت وکړ او روژه یې وخوړه .
۱۴ـ په داسې حال کې چې مقیم و او روژه یې وه، سفر یې وکړ او روژه یې وخوړه.
۱۵ـ په غوږ یا پوزه کې د درملو قطره یې وڅڅوله.
۱۶ـ د شديدې لوږې او تندې له امله چې هلاکت ته نږدې و څه یې وخوړل یایې وڅښل.
۱۷ـ د هغه چا لپاره چې د سيارې (نفس تنګي) مرض لري اسپرې یې وکاروله د دې کس روژه یې فاسدیږي، البته که د روغيدو هیله یې نه وه او اړتیا وه چې په ورځ کې له هغی اسپرې نه استفاده وکړي، دا کس دې ترک د روژې وکړي او فدیه د ورکړي.
نظرات
ارسال یک نظر