د غسل کولو آداب

     🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋

ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚



د غسل کولو آداب


 عن أبي مالک الأشعري – رضي الله عنه- قال رسول الله – صلی الله علیه و سلم-: الطهور شطر الإیمان. (رواه مسلم)

 ژباړه: د ابو مالک الاشعري – رضي الله عنه- څخه روایت دئ، چي رسول اکرم – صلی الله علیه وسلم- وفرمايل: پاکي د ایمان یوه برخه ده. 

 اسلام نظافت د اوداسه او غسل په شکل سره روا کړی دئ، نو کله چي مسلمان بده ته غټه یا کوچنۍ پې اودسي پېښه سي، نو باید اودس یا غسل دستي وکړي، ځکه مرګ په باور نه دئ نو مسلمان بنده باید ټول عمر په طهارت سره واوسېږي. 


1. د غسل لپاره د کالو د کښلو سره (بسم الله) ویل. 

2. د عورت پټول ځکه پر مسلمان حرامه ده چي دی به د نورو په مخ کي غسل په داسی طریقه سره کوي چي د ده عورت به لڅ وي. 

3. حمام ته به په داسي حالت کي نه داخلېږي چي پر غسل کوونکي باندي یو ټوکر یا کوم بل شی د عورت د پټولو لپاره نه وي. 

4. د غسل کولو لپاره به داسي ځای پیدا کوي چي هلته هیڅوک نه وي او د نورو خلکو څخه به پرده کوي. 

5. د غسل کولو لپاره به د بل چا څخه بې له ضرورته کومک نه  غواړي. 

6. د غسل کولو پر مهال به د خلکو سره د خبرو کولو څخه ځان ساتي. 

7. د غسل کولو په وخت کي به پر بدن باندي کرار اوبه اچوي یعني په تېزۍ به پر بدن اوبه نه اچوي چي کالو یا بل لوښي ته ورسېږي. 

8. د غسل کولو په وخت کي به خوراک نه کوي او نه به هم یخي اوبه څښي. 

9. تر خوراک وروسته به دستي حمام ته د غسل کولو لپاره نه داخلېږي، ځکه دا د هاضمې نظام سره ګډوډوي یعنی هاضمه خرابه وي. 

10. د کالو د کښلو په وخت کي باید مرګ او آخرت په یاد ولرئ چي انسان دغه رقم بې کالو کېږي چي نه به يې کالي او نه بل کوم شی. 

11. کله چي پر بدن ګرمي اوبه اچوي په الله پاک سره د اور څخه پناه غوښتل او د جهنم څخه پناه غوښتل. 

12. د غسل کولو په وخت کي باید د اسراف څخه ځان وساتل سي، بې له ضرورته باید پر باید اوبه وا نه چول سي، ځکه الله پاک اسراف کوونکی نه خوښوی. 

13. غسل باید په شرعي طریقه سره په داسي توګه وسي چي اوبه د بدن هر اندام ته په کامله توګه ورسېږي، تر څو په بدن کي د یوه ورېښته په اندازه ځای هم پاته نه سي. 

14. په غسل کولو کي باید راسته والی مراعت سي یعني اول باید راسته طرف پرېولل سي. 

15. کله چي مسلمان ته بې اودسیا ورپېښه سي که کوچنۍ وي او که غټه باید هغه فوراً د بدن څخه په غسل یا اوداسه لیري کړي. 

16. د غسل کولو پر مهال باید و قبلې ته د مخ یا شا کولو څخه ځان وساتي. 

17. د غسل کولو په وخت کي به بل ته هم نه ګوري چي کله هغه غسل کوي او یا کالي کاږي. 

18. د غسل کولو پر مهال به د جهري ذکر او تلاوت کولو څخه اجتناب وکړي. 

19. غسل باید په عامو حمامو کي و نه سي، ځکه هلته بې ستري ډېره وي لکه زموږ په ښارونو کي ګليي حمامونه. 

20. د غسل کولو شرعي طریقه دا ده: 

امام غزالي – رحمه الله تعالی- فرمايي: 

 کله چي د غسل کولو اراده وکړې لوښی راواخله، چي کله په خوله اوبه لغړوي راسته طرف ته يې کښېږده او کله چي پر بدن اچوي و چپه طرف ته يې کښېږده. اول درې واري لاسونه پرېولل او پر بدن چي کوم نجاست وي هغه ليري کړه، بیا اودس وکړه. بیا پر سر درې واره اوبه واچوه، بیا پر راسته طرف اوبه واچوه او بیا پر چبه طرف درې واري اوبه واچوه ټول بدن ښه وموږه او د بدن د خلال ځایونه ښه خلال کړه. اوبه د بدن د ټولو اندامونو د ورېښتانو و بېخو ته په ښه طریقه سره ورسوه، په آخر کي د غسل دځای څخه یو څه لیري سه او پښې پرېوله. 


لیکنه: مولوي محمد نعیم «عادل»


نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض