څنګه د کمپیوټر د بیټری د خرابیدو څخه مخنیوی وکړو
![تصویر](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEge6uFA6gLuWNDcjgxYFRD-wPYHkyYCY1sdWCKe1Wlf8b5iY9t7MdhvCtaaP98AyjIJF0xYjyKSsDjngZaQiF6WyfgZzR0IUlwLJvUGkFeLo3vzKjAleNIyXB4pHQVa4zmUpNxWgDYhdfc/w320-h320/FB_IMG_1621866028124.jpg)
د ليپټاپ بټرۍ په اړه پوهاوی! له کارونې څخه مخکې دا معلومات په پام سره ولولئ! 👈 د نوې بټرۍ د لومړي ځل کارونې لپاره بټرۍ ۷٪ سلنې یا هم تر ۲٪ سلنې پورې تشه کړئ، او بیا یې بېرته پوره ډکه کړئ. 👈 پام مو وي چې بټرۍ هیڅکله ۰٪ سلنه تشه نه کړئ ( دا کړنه په اسانې سره بټرۍ له منځه وړي یا یې هم د کارونې موده کموي). 👈 که بټرۍ د یوې اوږدې مودې (زیات له درې میاشتو) لپاره ساتئ، نو تر ۷۰٪ څخه یې باید زیاته ډکه کړئ. 👈 د لا ښې وړتیا لپاره دا اړینه ده چې بټرۍ څو ځله تشه او ډکه کړئ،(کم تر کمه یې په دوه میاشتو کې ۷٪ سلنې څخه تر ۲٪ سلنې پورې تشه او بیا ډکه کړئ). 👈 که بټرۍ نه ډکیږي یا هم ورو ډکیږي - نو کیدای شي چې دبرېښنا آډېپټر له لیپټاپ سره توپیر ولري یا یې ولټ کم وي، نو مهرباني وکړئ ژر تر ژره معیاري آډېپټر ور ولګوئ تر څو دا معلومه شي چې د آډیپټر ستونزه ده، او که نه؛ نو ستونزه لري. 👈 کله چې بټرۍ د ډکېدو یا تشېدو په حالت کې وي هیڅکله یې له لیپټاپ څخه مه وباسئ.