جالبه لنډه کیسه
یوه ډیره جالبه کیسه!
لومړۍ نړیواله جګړه کې یو سرتیري، خپل قوماندان ته داسې ولیکل!
ښاغلی قوماندان صیب!
خپله وسله مې خاورو لاندې پټه کړه ، نور نه جنګیږم
او دا پریکړه مې نه د مرګ له ویرې
او نه هم د خپلې مېرمنې ، ځوی او لور دمینې له کبله ده کړی !
که راڅخه وپوښنې؟ وروسته تر هغه چې د دښمن یو سرتیری مې مړ کړلو نو
وروسته مې د هغه جیبونه وکتل او یو عجیبه ېېښې سره مخ شوم، هغه داچې،
د یوه کاغذ پر مخ چې په وینو ککړ وو داسې لیکل شوي وه:
((پلارجانه! د کومې ورځې نه چې تا زه یواځې پرې ایښی یم ، هر سهار تر لمر لویدو پورې د خپل کور د وره مخې ته ناسته یم او ستا د راتلو لارې څارم،
په خدای قسم دا ځل که راغلې ، نو غیږ کې به دې ټینګ نیسم او بل ځل دې نه پرېږدم چې جګړې ته رانه ولاړ شې.))
نو قوماندان صیب! ما دهغې ماشومې لورکۍ پر وړاندې یو نه بښونکې ګناه تر سره کړه،
ما هغه ماشومه د تل لپاره په يوه خیالي انتظار کې پریښوده،
هغه به تر کله ناخبره د خپل مړ شوي پلار د راتګ لارې څاري،
او ترکومه به هره ورځ د خپل پلار د راتګ په انتظار کې تر لمر لویدو پورې سبا کوي.
نظرات
ارسال یک نظر