د لیلة القدر شپه
#لیلــــــــــــــة_القــــــــــــــدر_شپــــــه
دقدریوه معنی شرف اوعظمت ده
دوهمه معنی تقدیر اوحکم ده .
په دې کې دانسان نکاح مرګ ،عمر،رزق ،حتی چې په دغه کال کې یوچاته حج ورنصیب کیږي لیکل کیږي
1~عن عائشة رض ،قالت :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :تحرو لیلة القدر فی الوتر من العشر والاواخر من رمضان .رواه البخاري (مرقاة ج۴ص۵۰۸
ژباړه :حضرت عائشة رض روایت کوي چې حضور صلی الله علیه وسلم وویل :تاسو دلیلة القدر دشپې طلب دروژې داخري لسوشپوپه طاق شپو کې وکړئ .
2~عن ابن عباس رض ،ان النبی صلی الله علیه وسلم قال :التمسوها فی العشر الاواخر من رمضان ،لیلة القدر :فی تاسعة تبقی ،فی سابعة تبقی ،فی خامسة تبقی .رواه البخاري
ژباړه :حضرت ابن عباس رض فرمایې چې حضورصلی الله علیه وسلم وویل :تاسوطلب دلیلة القدر دشپې دروژ ې په اخري لسوورځو کې وکړئ،لیلة القدر شپه ،په نه ویشتم کې ،په اووه ویشتم کې اوپه پنځه ویشتم کې راځي .رواه البخاري(مرقاة ج ۴ص۵۱۰
3~بل حدیث کې راځي چې کوم څوک دلیلة القدر دشپې له خیر ،برکت څخه بې برخي شو هغه بدنصیبه دی .
د لیلة القدر د شپې مخصوصه دعا
د قدر په شپه دا دعاویل سنت دی :اللهم انک عفوتحب العفو فاعف عنی
4~ له ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ځینو ملګرو په خوب کې ليلة القدر ليدلی و چې په اخرنيو تاقو شپو کې دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: زما په فکر چې ستاسو خوب د اخرنيو اوو شپو سره موافق دی، که څوک د ليلة القدر تالاش کوي نو په اخرنيو اوو شپو کې دې ولټوي.
خدای ج دی زموږ د ټولو په نصیب کړی
نظرات
ارسال یک نظر