د خوب اداب




د خوب آداب


 خوب د الله پاک پر عظمت باندي یوه لویه نښانه ده، دارنګه د انسان د ضعف نښه هم ده، البته یو مسلمان باید خوب د خپلو آدابو سره وکړي. 

 د خوب ځیني آداب دا دي: 

1. هره شپه تر خوب مخکي باید آیة الکرسي، سورة الاخلاص او معوذتین (قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس) وویل سي. 

2. مسلمان باید په اوداسه سره بیده سي. 

3. تر بیدېدو مخکي په خونه یا بل ځای کي چي خوب کېږي ګروپان او اور باید مړه سي. 

4. تر بیدېدو مخکي باید دروازې وتړل سي. 

5. تر بیدېدو مخکي باید بستره یا د پرېوتلو شی وڅنډل سي تر څو کوم ضرري شی پکښي نه وي. 

6. د بیدېدو پر مهال باید خپل بدن پټ کړي تر څو حشرات یا بل شی ضرر ور و نه رسوي. 

7. خوب باید پر راسته اړخ وسي او راسته لاس باید تر راسته باړخو لاندي وي. 

8. مسلمان باید پړمخي خوب و نه کړی. 

9. ماخوستن باید ژر بیده سي تر څو سهار وختي راکښېني. 

10. د خوب څخه تر راکښېنستلو وروسته باید مسنونه دعا وویل سي. 

11. په خوب کولو کي باید اعتدال مراعت سي یعني تر اته (۸) ساعته باید څوک زیات بیده نه سي. 

12. تر بیدېدو مخکي باید مسلمان د خپل ځان سره محاسبه وکړي او د خپلو ګناهونو په اړه باید مغفرت د الله تعالی څخه وغواړي. 

13. خوب باید په پاک او امن ځای کي وسي. 

14. که چیري په خوب کي څوک وبېرېږي نو باید دغه دعا ووايي: 

« أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ غَضَبِهِ وَشَرِّ عِبَادِهِ وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ وَأَنْ يَحْضُرُونِ » (رواه أبو داود)

15. د بیدېدو پر مهال د اذکار تر ویلو وروسته باید ټول بدن په دواړو لاسونو مسه کړي. 

16. تر بیدېدو مخکي باید ټول لوښي پټ کړل سي. 

17. که جنب سړي وغواړي چي بیده سي نو تر خوب مخکي دي اودس وکړي. 

18. د بیدېدو پر مهال باید عورت په پوره ډول پټ سي. 

د دعا په هیله

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض