له عبرت ډکه کیسه
*عـــــــبرتــــــــناکـــــــه کیـــــــــــسه*
*يوه ورځ يوه ميرمن له خپل خاوند سره ډوډۍ خوړولو ته ناسته وه ، سورکړۍ چرګ يي تيار کړي وو .*
*يو فقير راغی او د دوی دروازه يې وټکوله ، ښځی غوښتل چې فقير ته څه ناڅه چرګ يوسی، اما د هغې خاوند مانع شو او ښځي ته يي وويل مه يي ورکوه خپل کار به کوي.*
*څو کاله تيرشو پدې کور سخته غربي الله ج راوسته ، تردي چې خپل مال او دولت تري الله ج واخستلو او الله ج خايسته ښځه هم ورکړۍ وه چې له ډيري غربۍ او لوږي هغې ته هم طلاق ورکړو.*
*وخت تيريدو ښځی بل ميړه وکړو يوه ورځ ښځه له خپل دوهم خاوند سره ډوډۍ خوړله او د مخکي په شان يي چرګ سور کړۍ ؤ ، چې فقير د دوی دروازه وټکوله سړی دروازه ور خلاصه کړه ، گوری چې فقير دی او د غذا ضرورت لری ، سړی کورته راغی او ميرمنی ته يې وويل چې دا ټول چرګ فقير ته ورګره ، ښځی فقير ته ټول چرګ يوړو اما کله چې بيرته کور ته راغله سترگی يې له اوښکو ډکی وی .*
*خاوند يې د ژړا د علت پوښتنه ترينه وکړه ، مرمنی ورته و ويل: کوم فقير چې په دروازه کی ولاړ دی هغه زما پخوانی خاوند دی ، سړی خپله ميرمن په غېږ کی ونيوه او ورته يې و ويل: زه هم هماغه فقير يم چې يوه ورځ ستا د ميړه دروازی ته راغلی وم ..*
*ژوند په يوه حال نه پاتی کېږی بس الله ج دي مونږ هميشه د غريبو ، يتيمانو او بيوزلو خدمتګار وګرځوی.*
د دعا په هیله
نظرات
ارسال یک نظر