د ښځی سره د شا له خوا د کور والی حکم څه دی

🕋{کـــــــــتـــــابـــــی خـــــبــــری}🕋
📚👇📕📖👇📘📖👇📚



که خاوند له خپلې ښځې سره لواطت کاوه سزایې څه شی ده؟
ځواب: عبدالغفار جبير
هغه خاوند چي خپله ښځه مجبوره کوي چي دهغې سره دشا له خوا خپل جنسي شهوت په مقعده کي ترسره کړي داسخت ګناهکاره دی،داګناه کبیره ده، دافاسق دی دالوا طت دی دالعنت دی، په دې کي لومړی داخبره ده چي ښځه دي خپله کورنۍ اویا دخاوند خپلوان خبرکړي ترڅو خاوند یې ددې لعنتي کارڅخه لاس په سر شي، که یې دې لعنتي کارته دوام ورکاوه نو ښځه دي وخاوند ته ووایي چي که دابد فعل کوې نو طلاق راکه، که هغه نه طلاقول نو ښځه دي خلع وکړي.
(فتاوی فریدیه، ټوک: ۵ پاڼه: ۲۴۶، فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک ۱۰، پاڼه: ۲۲۹)
(الفقه علی المذاهب الاربعه ټوک: ۴ پاڼه: ۱۶۵)
که چیري یو خاوند له خپلی ښځې سره ظلم کوي نو ښځه مظلومه داحق لري چي نکاح فسخ کړي
(کفایت المفتی ټوک ۶، پاڼه: ۱۴۹)
هغه ظلمونه چي ښځه یې برداشت کولای نشي، ښځه داحق لري چي خپل ځان بیل کړي اونکاح فسخ کړي اودبل خاوندسره نکاح وکړي.
کفایت المفتی ټوک:۶، پاڼه: ۱۵۲)
هغه څوک چي له خپلی بي بي سره لواطت کوي دهغه سزا داده چي په دار و ځړول شی اوپه ډبرو وویشتل شی اومړ کړل شي یا دتل لپاره بندي کړل شي، یادي دیوال پرونړول شی اویادي وسوځول شي، اوکه چیري دایې عادت وي تل دخپلې بي بي سره دا ناوړه بدفعل کوي نو قتل دي کړل شي.
(فتاوی محمودیه ټوک: ۱۴ پاڼه: ۱۱۸)





نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض