🌹دجمعی دلمانځه طریقه 🌹 که وخت درسره نه وی شیر یی کړه بیا یی په کراره وګوره د جمعې لمونځ 2 رکعته دی او فرض عین دی ، اول 4 رکعته سنت مؤکد کیږي ، که په کور کي وسي او که په مسجد کي ، خو تر خطبې به مخکي ادا کیږي ، بیا 2 رکعته فرض په امام پسي کیږي. نیت : نیت کوم د زړه د اخلاصه لمونځ کوم 2 رکعته فرض د جمعې په دا حاضر وخت د ماپښین اقتدا مي اوکړه په دا حاضر امام پسي خاص خدای تعالی لره مخ مي دکعبی شریفی پر لوري الله اکبر. چی دجمعی دوه رکعت یی وکړه تر دې وروسته 4 رکعته سنت او بیا وروسته 2 رکعته سنت کیږي. د خطبې په وخت ناروا کارونه : څه وخت چي امام د خطبې لپاره ولاړ سي د هغه وخت څخه بیا د خطبې تر ختم کیدو خبري کول ، لمونځ کول ، تګ راتګ ، سلام اچول ، د سلام جواب ورکول ، تسبیح ویل ، یو چا ته مسئله ورښول دا ټول حرام دي. د خطبې اوریدل پر حاضرینو د مسجد واجب دي که ئې اواز و غوږو ته رسیږي که نه رسیږي. ضروري مسئلې : 1. د اول اذان تر اوریدو وروسته ټول کاروبار باید پرېښودل سي او د لمانځه لپاره تګ واجب دی رانیول خرڅول یا په بل کار اخته کیدل منع دي. 2. د...
د حضرت بلال حبشي رضی الله عنه اسلام راوړل او زحمت: حضرت بلال حبشي رضی الله عنه هغه مشهور صحابی دی چې د مسجد نبوي همیشه مؤذن پاته شوی دی، په شروع کې د یوه کافر غلام و، وروسته یې اسلام راوړ. تر اسلام راوړلو وروسته ډول ډول شکنجې او ظلمونه ورباندي کیدل. امیه بن خلف به چې د مسلمانانو سر سخت دښمن و حضرت بلال رضی الله عنه په سخته ګرمي کې د غرمې په وخت په ګرمو شګو ستوني ستغ وغورځوی او په سینه مبارکه به یې ورته ډېر دروند څیز کیښود تر څو حرکت ونه کړي، او ورته ویل به یې: يا په دې حالت کې مړ شه او که ژوند غواړې نو له اسلام څخه واوړه. خو د ده مبارک به په دې حالت کې هم د اَحَد، اَحَد اواز پر خوله و، یعني د عبادت لایق یو دی – هغه چې د ټولي نړۍ پیدا کوونکی او پالونکی دی. د شپې له طرفه به یې په ځنځیرونو وتړی او په درنو ګروزونو به یې واهه. بیا به یې د ورځې په همدې زخمي حالت کې پر ځمکه وغورځوی تر څو له همدې زخمونو څخه زیات ناقراره شي، یا له اسلامه واوړي او یا په همدې حالت کې مړ شي. عذاب ورکوونکي به ستړي سول، کله به د ابوجهل نمبر و او کله د امیه بن خلف او کله به د نورو کفارو او مشرکینو. هر یوه به ده مبارک...
نظرات
ارسال یک نظر