د عمر رض مهربانی
د عمر رضي الله عنه مهرباني
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه غلام اسلم #روایت_کا چې یو وخت مدینې منورې ته د یوه ډله تاجرانو کورنۍ راغلې او د عیدګاه خواته یې واړول. عمر عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه ته وویل: راځه نن شپه پر دوی پیره وکړو او هغه ورسره ومنله، دوی دواړو پر هغوی پیره کوله او د هغوی څنګ ته یې یو ځای د شپې عبادت او لمنځونه هم کول.
د شپې یوه برخه کې عمر د ماشوم ژړا واوریدله او ورغی، د ماشوم مور ته یې وویل: له الله وویریږه! او ماشوم سره دې ښه چلند کوه! هغه بېرته خپل ځای ته ولاړ، لیږ ځنډ وروسته یې بیا د ماشوم ژړا واوریدله، عمر بیا ورغی او د ماشوم مور ته یې هماغه خبر وکړه او بېرته خپل ځای ته ولاړ.
د شپې پای کې عمر بیا د ماشوم ژړا واوریدله، مور ته یې ورغی او ورته ویې ویل: ستا پر حال افسوس دی، ته بده مور یې! ولې ټوله شپه ستا ماشوم ژاړي او نه کراریږي؟! هغې ورته وویل: اې د الله بنده! زه مې ماشوم له تي جلا کوم او صبروم، خو هغه نه صبریږي او ژاړي! عمر ورته وویل: ولې یې له تي جلا کوې؟ هغې ورته وویل: ځکه امیر المؤمنین عمر هغه ماشوم ته له بیت الماله میاشتنی لګښت ورکوي چې له تي جلا کړل شوی یي.
عمر رضي الله عنه ښځې ته وویل : ستا د ماشوم عمر څومره ده؟ هغې ورته وویل: دومره میاشتې، عمر ورته وویل: ګوره! ماشوم ته دې خامخا تی ورکوه چې له تي یې جلا نه کړې.
عمر د سهار لمانځه امامت خلکو ته په داسې حالت کې ورکړ چې له ډېرې ژړا یې خلک په تلاوت سم نه پوهیدل! له لمانځه وروسته یې وویل: د عمر لپاره بدمرغي ده! پخپله پرېکړه به یې د مسلمانانو څومره اولادونه کړولي او ان وژلي وي، وروسته عمر خپل اواز کوونکي ته وویل چې خلکو ته نوې پرېکړه اعلان کړه او هغه داسې اعلان کړه: وا خلکو! اولادونه مو ژر له تي مه جلا کوئ، موږ د مسلمانانو هر نوي زیږدلي ماشوم ته میاشتنی لګښت ورکوو. یعني له تي جلا کولو شرط ختم شو، له پیدا کیدو سره سم به میاشتنی لګښت ورکول کیږي. او دا نوی قانون یې ټول هیواد ته په لیکلې بڼه ولیږه. البداية والنهاية لابن كثير.
لطفاً لیکنه لایک او شیر کړئ او "رضي الله عنه" کمنټ کړ
نظرات
ارسال یک نظر