څنکه یو اقتصادی او ارزانه ښه کمپیوټر واخو د ښه کمپیوټر خصوصیات
د کمپیوټر اخیستلو پر وخت لاندې ټکي په پام کې ونیسئ
د داسي کمپيوټر اخيستل چې زمو د ضرورياتو او هېلو مطابق وي، بعضي وخت شايد ستونزمن کار وي،
او بعضي له موږ څخه ونشي کوالئ چې د کمپيوټر قيمت، بڼه، پروسيسور، د استعمال ځای او داسي نور
سره مقايسه کړي، نو په دي خاطر چې پيسې مو ضايع نه شي، او ضرورت مو پوره شي، بايد لاندې
نقطې په پام کې ونيسو...
.1ليپټاپ او که ډيسکټاپ )د مېز پر سر ايښودونکي کمپيوټر(؟
دا يو اسانه انتخاب ده، کوم چې د ټوټل قيمت سره مستقيما اړېکه لري. کچيرې د يو شان
مشخصاتو (Specifications (لرونکی ليپټاپ او ډيسکټاپ کمپيوټرونه د قيمت له مخې سره مقايسه
کړو، نو د ليپ ټاپ قيمت د بيټرۍ د وجهې او د هارډوير په لږ ځای کې پر ځاي کولو په خاطر اوچت
وي.
که چيرې ستاسو کار د يو ځای وي او د کمپيوټر انتقال ته ضرورت نه لرئ، نو د ډيسکټاپ کمپيوټر يو ښه
انتخاب ده، په دې سره به مو يوه اندازه روپۍ بچت شي، بله دا چې د ډيسکټاپ کمپوټر يخ ساتل اسانه وي،
کوم چې د کمپيوټر په اوږد ژوند او ښه چټک کار کولو کې مهم رول لري.
او که چيرې ستاسو کمپيوټري کار ګرځندويه او نقلوونکی وي، نو بيا مو يواځينی انتخاب ليپټاپ ده، کوم
چې تاسو هر چيرته درسره نقلوئ شئ.
(Processor)پراسيسور2.
پراسيسور د کمپيوټر يوه ډېره مهم ترېنه برخه ده، کوم ته چې د کمپيوټر دماغ ويلئ شو. که غواړئ چې
کمپيوټر مو د سترګو په رپ کې پروګرامونه خلاص کړي، او چې څنګه ورته کار وسپاري په همهغه
وخت کې يې تر سره کړي، او د يو کار په کولو کې انتظار درباندي ونه کړي، نو تاسي يو قوي ترين
پراسيسور غواړئ.
په بنيادي ډول د پروسيسور سپيډ د کورز د نمبرونو (Cores of Number (او د هغو د سپيډ د اندازې
څخه چې په (Gigahertz or GHz (سره ښودل شوي وي، معلوميږي.
د پراسيسور (Chip (سپيډ درته دا ويلی شي چې پراسيسور څومره ډيټا په څومره وخت کې پراسيس
کوالی شي. نو چې څومره د پراسيسور سپيډ (GHz (او د کورز شميره (Cores or Number(زيات
وي، پراسيسور به مو هغومره ښه سرعت ولري.
د کورز (Cores (زيات شمير په ملټي ټاسکنګ (tasking-Multi (کې زيات کومک کوي، چې هر يو
يې په يوه خاصه دنده کار کوالی شي.
که په اسانه لهجه ووايم چې کور (Cores (د کمپيوټر سرعت ضربوي په شمير د کورز of Number(
(Coresکې، نو صحيح به مو پرې پوه کړم.
د Speed Clock او L2 , L1 او L3 کيشې اندازې (Size Cache (هم د پراسيسور په سرعت کې مهم
رول لري.
(RAM = Random Access Memory)ريم3.
په بنيادي ډول ريم يو ډول کوچنۍ خو چټکه حافظه ده، کوم چې د کمپيوټر په سرعت کې مهم رول لري.
نن سبا ريم په جي بي (Gigabytes (باندي اندازه کيږي، او چې څومره يې اندازه زياته وي، هغومره به
ښه وي.
د زيات ريم په لرلو سره کمپيوټر زياته ډيټا ځانته په ريم کې ساتي، ددي پر ځای چې هارډسک ته لاړ شي
او هلته يې وګوري. په يو وخت کې زيات پروګرامونه استعمالول يا لوی ګيمونه کول، يا په يو وخت کې د
انټرنيټ ډيرې پاڼې خلاصول زيات ريم ته ضرورت لري.
په ريم کې يواځي د ريم د لوی والي اندازه ضروري نه ده، بلکې د ريم قِسم او بيا په قِسم کې قِسم هم
ضروري خبره ده. لکه په (800-DDR4 (او (400-DDR4 (کې، چې آخري عدد يې دا ثابتوي چې په
يوه ثانيه کې څومره ميليونه ډيټا نقلوالی شي.
.4هآرډ ډيسک(Disks Hard/ Drives Hard (په هارډ ډيسک کې د هآرډ ډيسک قسم، د هارډ ډيسک
د حافظې اندازه، او د هارډ ډيسک سرعت مهم ده.
هارډ ډيسک په دوه قسمه دي، يو يې عام ميخانيکي هارډيسک دي چې (Drive Disk Hard or HDD(
ورته وايي او بل يې منجمد ډرايو (Drive State Solid or SSD (دي، چې منجمد يې د ميخانيکي نه
لس چنده چټک، او تقريبا څلور چنده قيمته دي.
که مو په کمپيوټر کې د زياتو پروګرامونه د نصب کولو اراده نه وي، او زياته ميډيا & Videos(
(Audiosپه کې نه سټور کوئ، نو بيا يو وړوکی هارډ ډيسک واخلئ، او که روپۍ درسره زياتې وي، نو
د هارډ ډيسک پر ځای منجمد ډرايو (Drive SSD (واخلئ، کوم چې ډير زيات چټک وي.
او که چېرې زيات پروګرامونه او ميډيا استعمالوئ، او کمې روپۍ مصرفول غواړئ، نو بيا يو ميخانيکي
هارډ ډيسک واخلئ، چې دوه قسمه په کې دي، د يو قاب 5400 rpmځلې په يوه دقېقه کې تاويږي، او د بل
قاب 7200 rpmځلې په يوه دقېقه کې تاويږي، نو چې څومره چټګ تاويږي، هغومره ژر به معلومات
راټولوي.
نوټ: په بعضي ليپټاپونو کې HDD او SSD دواړه قسمه هارډ ډيسک لږيدلي وي، کوم ته چې SSHD
.واييor Solid State Hard Disk
(OS or Operating System) /(Platform)سيستم کاريالي5.
د کاريالي سيستم انتخاب هم يو مهم انتخاب ده، داسې يو کاريالي سيستم ځانته انتخاب کړئ، چې په کوم کې
مهارت لرئ، او ستاسو د ضرورت وړ سافټويرونه ورته جوړ شوي وي.
که چيرې يو اسانه او ساده کاريالي سيستم غواړئ، نو بيا ميک کاريالي سيستم (OS Mac (انتخاب کړئ،
کوم چې تاسي ته زياتره شيان په بنيادي بڼه وړاندي کوي.
که چېرې غواړئ چې د خپل کمپيوټر زيات واک په خپل لاس کې ولرئ، نو بيا وينډوز کاريالي سيستم
(OS Windows(درته يو ښه انتخاب ده.
او که يو مسلکي استعمالونکي ياست نو بيا لينکس کاريالي سيستم (OS Linux (هم يو ښه انتخاب ده.
.6اضافي نښلونکي(Peripherals(
دا د کمپيوټر هغه اضافي برخې دي، چې د کوم په واسطه موږ د کمپيوټر سره نور اضافي هارډوير
وصلوالئ شو.
USB Port:
دا پورټ د موس، کيبورډ، هارډ ډرايو او آن تر منيټور پورې د استعمال وړ وي. بيا په دي کې USB
0.2او 0.3 USB قسمونه شته، کوم کې چې 0.3 USB يو نوی ماډل ده، او له دي څخه هم نوی يې
C-Type USBده، چې آن تر جي بي (gigabytes (پورې ډيټا نقل کولای شي، او د دومره کرنټ
(Current(د انتقالولو قابليت لري چې يو ليپټاپ چارج کړي. نو که زياته ډيټا ليږئ او راليږئ، نو د يو
ښه پورټ انتخاب درته وکړئ.
HDMI Port:
که خپل کمپيوټر د پريزنټيشن (presentation (د وړاندي کولو، يا د سات تېرۍ (entertainment (په
خاطر استعمالوئ، نو دا پورټ درته ضروري ده، ځکه چې دا پورټ د ټولو اوسنيو ماډرن تلويزونو او
مانيټورونو سره، د ښه کوالټي تصوير ښودلو په خاطر استعماليدای شي.
SD Card Slot:
که د فوټو ګراپي (photography (سره مو سر او کار وي، او ميموري کارډ کله په کيمره او کله په
کمپيوټر کې داخلوئ، نو دا پورټ درته انتخاب کړئ.
Wi-Fi:
که چيري تاسي په خپل کمپيوټر کې بيسيمه نيټورک يا انټرنيټ استعمالوئ، نو تاسي بايد په کمپيوټر کې
دننه نصب شوی وای فای ولرئ.
د Fi-Wi په شان د کمپيوټر دننه نصب وي، او د بيسيمه هيډ فون (headphones Wireless ، (بيسيمه
سپيکرو (Speakers Wireless ، (د بيسيمه ماوس او کيبورډ سره د وصل په خاطر استعماليږي.
(Graphics)ګرافکس7.
که په کمپيوټر کې لوی او قوي ګيمونه کوئ، نو د کمپيوټر د انتخاب په وخت کې د يو ښه ګرافيکس کارډ
انتخاب هم حتمي ده. د دي پر ځاي چې د ګرافکس فشار مو په عمومي پراسيسور راشي، نو ګرافکس کارډ
په خپل ځان کې د ګرافکس لپاره پراسيسور او ريم لري. يو ځل بيا چې څومره ښه پراسيسور او لوی ريم
ولري نو ښه ده.
(Warranty)وارنټې8.
د دي ټولو څيزونو د ښه انتخاب باوجود، چې ډېر ضروري ده، هغه د کمپيوټر وارنټې ده. کمپيوټر يو
برقي ماشين ده، او کله هم خرابيدالی شي، نو مخکې له دې چې کمپيوټر مو خراب شي او روپۍ مو ضايع
شي، نو چې کله کمپيوټر اخلئ، د وارنټې (Warranty (سره يې واخلئ، چې کله هم په کې څه خرابې
راشي، نو بيرته يې تبديل کړائ شئ.
د کمپيوټر د اخيستلو په وخت کې چې نور ډير مهم څيزونه دي، چې بايد پام ورته وشي، هغه د کمپيوټر
قيمت، د کمپيوټر سايز )وزني او که سپک، وړوکی او که غټ(، د کمپيوټر جوړونکې کمپنۍ (Brand (ته
هم بايد خاصه پاملرنه وشي.
نوټ: که انتخاب مو ليپټاپ وي، نو د ليپټاپ سکرين، بيټرۍ، د کيبوزډ کوالټې او د کيبورډ الندې ګروپونو،
او د سپيکر کوالټي ته هم بايد خاصه پاملرنه وشي.
چې د سکرين مهم خصوصيات يې د سکرين ريزولوشن (Resolution Screen ، (د سکرين سايز
(Size Screen ،(د سکرين ټچ (Screen Touch ، (د پکسل د ريپريش ريټ Refresh Pixel(
.دي Glare Effects او، Rate)
د بيترۍ مهم خصوصيت، د بيترۍ ټايمنګ ده، چې په يو ځل چارج باندې څومره ساعته کار کوي.
ليکوال : مطيع الله حکيمي
Waheedullah Qalamyar
نظرات
ارسال یک نظر