د موسی ع جالبه کیسه

 که مو ولوستله ډیر خوند به تری واخلی 


موسی علیه السلام قارون ته زکات ورکولو څخه وویل؛ قارون د موسی (ع) خبره بده وګڼله، قارون فکر کول چې ولې آخر دومره روپۍ له خپل مال څخه په زکات کې ورکړي؟


قارون له زکات څخه د ځان ژغورنې په خاطر یوې ښځې ته روپۍ ورکړي چې پر موسی (ع) تور پورې کړه چې له ما سره یې بد چلند کړی دی، ښځه په همدې نیت د موسی (ع) پر لور روانه شوه.


موسی (ع) یو ټولې ته وعظ او نصیحت کول چې ښځې هم ځان ورورساوه؛ له ټولې څخه یو له موسی (ع) څخه وپوښتل: ای موسی (ع)! که چیرته کوم کس له یوې ښځې سره زنا وکړي آیا هغه لپاره سزا شته؟ موسی (ع) ځواب ورکړ: که واده کړی سړی وي باید د خلکو پر وړاندې په تیږو ویشتلو ویشتلو ووژل شي.


سړي بیا وویل: ښه نو دا ښځه څه ویل غواړي، ښځه یې ودروله، موسی (ع) ترې وپوښت: بي بي څه مو ویل، تاسې ته څه ستونزه درپېښه ده؟ ښځې چې کله د موسی (ع) په مخ د نبوت نور ولید ویې ویل: زه هیڅ نه وایم، یوازې همدومره مې ویل چې قارون روپۍ راکړې وي چې پر تاسې د بدلمنۍ تور پورې کړم.


موسی (ع) سمدلاسه رب ته پر سجده ولوید؛ خدای (ج) ورته وفرمایل: موسی! نن چې ته ځمکې ته هر حکم کوي ستا حکم به پر ځای کوي، موسی (ع) په ډیر جلال کې له سجدې راپورته شو او ځمکې ته یې وویل: قارون ونیسه!


کله چې ځمکې قارون ونیو او تر ځنګنو یې کش کړ نو موسی (ع) ته یې وویل: ای موسی! ما وبخښه.


موسی (ع) ځکمې ته بیا وویل: دئ نور هم کش کړئ! ځمکې قارون نور هم کش کړ؛ تر دې چې تر خیټې په ځمکه کې ننوت، قارون بیا چیغې کړي ویې ویل: ای موسی (ع) ما وبخښه.


قارون د بخښنې چیغې وهي، موسی (ع) ځمکې ته د نور کش کولو حکم کوي او ځمکه قارون نور هم راکاږي.

څه وخت وروسته الله (ج) جبراییل امین (ع) موسی ته راواستول، ویې فرمایل.


موسی! ستا زړه ډیر سخت نه دی! د قارون په دومره منتونو هم نرم نشو، زما دې پخپل عزت قسم وي که قارون زه یو وارې هم یاد کړی وای نو ما به له ځمکې بېرته راویستلي وو، الله اکبر


الحمدلله، څومره مهربان او رحیم رب لرو، هغه رب چې د قارون بخښلو ته تیار دی نو مونږ خو د هغه د محبوب (صلی الله علیه وسلم) امتیان یو، پر مونږ به څومره مهربان او څومره رحیم وي.

قیامت


په شیر کولو کې یې کنجوسي مه کوئ.

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د قران کریم په اړه په زړه پوری معلومات

د قیامت 28علایم