بیت المقدس په اړه

 د معلوماتو سمندر:

بیت المقدس؛

تاریخي لرلید او په سر یې د امپراتوريو ټکرونه


بیت المقدس په نړۍ کې یوازینی هغه ښار دی، چې د یهودیانو، عیسویانو او مسلمانانو ټولو لخوا مقدس ګڼل کیږي.


برتانوي جنرال سر ایډمنډ الن بي د بیت المقدس له حرمت سره دومره مینه وه، چې کله هغه عثماني ځواکونه مات کړل او د بیت المقدس د نیولو لپاره د باب الخلیل له لارې ښار ته ننوت؛ نو هغه د آس یا په اس باندې د سپور ننوتلو پر ځای پیدل ننوتل غوره وبلل او پیاده ننووت. دا پیښه له نن څخه څه د پاسه سل کاله د مخه په کال ۱۹۱۷ میلادي ددسمبر دسمبر په ۱۱ نیټه پیښه شوه.


جنرال الن بي په بیت المقدس کې:

په هماغه ورځ د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ لوډ جورج ولیکل چې: "د نړۍ تر ټولو د مشهور ښار له نیولو وروسته عیسوي نړۍ وتوانیده، چې یو ځل بیا مقدس ځایونه بیرته ترلاسه کړي."


د ټولې لوديځې نړۍ ورځپاڼو د دغه بریا لمانځنه کوله، امريکايي اخبار نیویارک هیرالډ په غټو ټکیو داسې وکښل: " انګلستان له ۶۷۳ کالونو تسلط وروسته بیت المقدس آزاد کړ... په ټوله عیسوي نړۍ د لویې خوښۍ څپې خپرې شوې.


له نیویارک هیرالډ څخه اقتباس:

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه پیښې څخه پوره ۱۰۰ کاله وروسته اعلان وکړ، چې نور نو بیت المقدس د اسراییلو پلازمینه ده او حال دا چې د نړۍ شاوخوا هیوادونو هغه ته خبرداری ورکړی وه، چې دا اعلان به په سیمه کې د تاوتریخوالي نوې څپې را وباسي.


بیت المقدس د تاریخ په اوږدو کې ډیر ځله لوټ شوی، اوسیدونکي یې په وار وار ترې په زوره ایستل شوي او په دې کوڅو کې بې شمیره داسې جنګونه شوي، چې په کې د وینو سیندونه بهيدلي دي.


په کال ۱۹۱۷ ميلادي کې د بیت المقدس ښاروال حسین حسین د دغه ښار کېلۍ انګلیسانو ته ور وسپارله.


مقدس ښار:

دا په نړۍ کې یوازینی ښار دی، چې د یهودیانو، عیسویانو او مسلمانانو لخوا مقدس ګڼل کیږي، یهودیان په دې باور دي، چې دا هغه ځای دی، چې له دې ځایه کاینات رامینځته شوي دي او دا هغه ځای دی، چیرته چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپل زوی قربانۍ ته چمتو کړی و.


مسیحیان بیا په دې باور دي، چې عیسی علیه السلام دلته په دار ځړول شوی او د هغه ترټولو مقدسه کلیسا دلته موقعیت لري.


د مسلمانو د عقیدې له مخې، د اسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم معراج ته تر تللو د مخه د همدغه ښار په الاقصی جومات کې ټولو پیغمبرانو ته امامت کړی دی.


له همدې امله مسلمانان او عیسویان له زرو کلونو راهیسې د دې ښار لپاره جګړه کوي.


صلیبي بریدونه

مسلمانانو لومړی ځل په ۶۳۸ هجري سپوږميز کې د دوهم خلیفه عمر بن الخطاب په دور کې اسلامي لښکر بازنطینو ته سخته ماتې ورکړه او دغه ښار یې تر خپل واک لاندې راوست، دا پیښه په عیسوي نړۍ کې یوه لویه تراژیدي وګرځیده، چې بالاخره په ۱۰۹۵ کې پاپ اربن دوم را پورته شو په ټوله اروپا کې یې کمپاین پیل کړ، هغه له عیسویانو وغوښتل، چې له مسلمانانو څخه د بیت المقدس د آزادولو لپاره سرتیري راټول کړي، د عوامو، شهزادګانو او پاچاهانو لوی لښکر یې را ټول او په کال ۱۰۹۹ کې دغه لښكر د بیت المقدس په نیولو کې بریالی شو. دا لومړی صلیبي جنګ و.


په هرصورت، ډیری عسکر ډیر ژر بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شول او په پای کې سلطان صلاح الدین ایوبي وتوانید چې د ۹۰ کلونو صلیبي اشغال وروسته دغه ښار آزاد او د مسلمانانو تر واک لاندې راولي.


په دې کار سره یوځل بیا په اروپا کې سخته تراژیدي خپره شوه او په دغه ښار یې په پرلپسې توګه څلور نور صلیبي یرغلونه راوړل؛ خو مګر دوی د بیت المقدس څخه د مسلمانانو په ایستلو بریالي نشول؛ خو په کال ۱۲۲۹ کې مملوک الکامل واکمن بیت المقدس له جنګ پرته دوهم فریډریک ته ور تسلیم کړ، چې یوازې له ۱۵ کاله واک چلولو وروسته بیرته دغه ښار خوارزميانو ونیو او له هغې نه وروسته ۶۷۳ کاله د مسلمان تر واک لاندې وه. امریکايي ورځپاڼې همدې ۶۷۳ کلونو واک ته اشاره کړې.


له ۱۵۱۷ څخه تر ۱۹۱۷ پورې دغه ښار د عثماني امپراتورۍ برخه وه او عثماني سلطانانو د ښار مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وکړه، دوی د دغه ښار شاوخوا دیوال جوړ کړ، سړکونه یې جوړ کړل او په ښار کې یې پوستي سیسټم رامینځته کړ، عثمانيانو دغه ښار ته دومره زیاتذپاملرنه کړې، چې آن په ۱۸۹۲ کې دلته د اورګاډي کرښه ایښودل شوې وه.


بیت المقدس د عیسویانو لپاره یو له پاکو ځایونو څخه دی.


د جنرال الن بی د نیولو وروسته ، ښار د درېیو لسیزو لپاره د برتانیا د امپراتورۍ برخه پاتې شو او په همدې موده کې له ټولې نړۍ څخه یهودیان دلته راغلل او میشت شول، چې بالاخره ملګرو ملتونو د دغه ښار په دوو برخو د ویشلو منظوري ورکړه او دا منظورې نه تنها یوازې فلسطین په دوو برخو ویشي؛ بلکې بیت المقدس هم په دوو برخو ویشي، چې ختیځه برخه یې د فلسطینیانو او لویدیځه برخه یې د یهودیانو شوه.


کال وروسته اسرایلو خپلواکي اعلان کړه؛ خو دا چې دا کار عربي نړۍ ته د منلو نه و؛ نو دوی په ګډه پر اسرايلو برید وکړ؛ خو مګر ماتې ی


ې وخوړه.


چاپیره دیوال، چې یهود وويني؛ نو ژاړي

د بیت المقدس ختیځه برخه د دوو لسیزو لپاره د اردن په واکمنۍ کې وه؛ خو مګر د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې هغه هم د اسراییلو لخوا ونیول شوه او تر نن ورځې پورې نړیواله ټولنه دغه نیواک ناقانونه ګڼي.


له ۱۹۵۰ څخه د اسراییلو پارلمان بیت المقدس د خپلې پلازمینې په توګه ټاکلی دی؛ خو مګر نورو هیوادونو د ملګرو ملتونو د پریکړې د درناوي په پار د بیت المقدس پرځای په تل ابیب کې خپل سفارتونه تاسیس کړي دي.


اوس چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا دود مات کړ؛ نو په دې توګه متحده ایالات لومړنی هغه هیواد شو، چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمینې په توګه ومانه.


۱۰۰۰ قبل مسیح پیغمبر حضرت داؤد علیه السلام دغه ښار فتح او د خپلې پاچاهۍ پلازمینه یې وټاکله.


د اسراییلو شاعر یهودا عمیحائي لیکي چې: "بیت المقدس د ابدیت په څنډو کې یو ساحلي ښار دی او دا بیا بيله خبره ده، چې دغه سمندر اکثر او بیشتر متلاطم وي، د دغه خبرې ښه پته د بیت المقدس له دغه لنډ ټايم لاین څخه ښه اټکل کیدای شي.


۵۰۰۰ قبل مسیح: د لرغون پیژندونکو په وینا، چې آن ۷۰۰۰ کاله دمخه هم په بیت المقدس کې د انسانانو نفوس شتون درلود، چې په دې توګه دا د نړۍ یو له پخوانیو ښارونو څخه دی.


۱۰۰۰ قبل مسیح: پیغمبر داؤد علیه السلام دغه ښار فتح کړ او دا یې د خپلې پاچاهۍ پلازمینه کړه.


۹۶۰ قبل مسیح: حضرت سلیمان د داود علیهما السلام زوی، په بیت المقدس کې یو معبد جوړ کړ، چې د سلیمان معبد "هیکل سلیماني" نومیږي.


۵۸۹ قبل مسیح: بخت نصر دغه ښار چور کړ او یهودیان یې له ښاره پسې واخیستل.


۵۹۳ قبل مسیح: د هخامنشي لوی درستیز بیت المقدس ونیوی او یهودیانو ته یې اجازه ورکړه، چې بیرته راستانه شي.


۳۰ ميلادي: د روم عسکرو عیسی مسیح په دار کړ.


۶۳۷ میلادي: مسلمانانو ښار بیرته ونیو.


۶۹۱ ميلادي: د امیه حاکم عبدالمالک د ډبرې گنبده "قبة الصخراء" جوړ کړه.


۱۰۹۹ میلادي: صلیبي یرغلګرو ښار بیرته ونیو.


۱۱۸۷ ميلادي: صلاح الدین ایوبي صلیبی یرغلګرو ته ماتې ورکړه او له ښار څخه یې لرې کړل.


۱۲۲۹ ميلادي: فریډریک دوم بیت المقدس له جګړې پرته ونیو.


۱۲۴۴ ميلادي: بیرته مسلمانانو بیا ونیو.


۱۵۱۷ ميلادي: سلطان سلیم لومړی کس وه، چې بیت المقدس یې د عثماني امپراتورۍ سره وابسته کړ.


۱۹۱۷ میلادي: انګلیسي جنرال ایلن بي عثمانیان مات کړل او ښار ته ننوت.


۱۹۴۷ ميلادي: ملګرو ملتونو ښار په دوو برخو فلسطیني او یهودي برخو وویشه.


۱۹۴۸ میلادي: د اسراییلو لخوا د خپلواکۍ اعلان او د اسراییلو او اردن ترمنځ د ښار ویشل.


۱۹۶۷ ميلادي: د عربو سره د جنګ په نتیجه کې دواړه برخې د اسراییلو تر نیواک لاندې راتلل.

د دعا په هیله

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض