جالبه کیسه

 *د ژوند رسۍ!*

*ډېره جالبه کیسه 👇*


*وايي چې يو سړی په ځنګلونو کې روان و. د شنو دنګوونو له ښايست او د مرغيو له چڼهار يې خوند اخيست. د دې خوشالوونکې فضا په منځ کې يې ناڅاپه د زمري غږ واورېد. هاخوا دېخوا يې وکتل، چې ګوري يو غټ زمری په غړمبېدا دده په لوري منډې راوهي. سړي منډه کړله او زمری ور پسې شو. د منډې په ترڅ کې په يوه ژور کوهي ور برابر شو. سړي په زوره ټوپ ورواچاوه، مګر له بده مرغه په کوهي کې ولوېد. په هوا کې يې د د کوهي رسۍ ونيوله او په هغې پورې د کوهي په منځ کې ځوړند شو. کله چې لږ په ارام شو او د زمري غړمبېدا غلې شوه، د کوهي بېخ ته يې فکر شو چې يو غټ مار پکې پروت دی.*

*سړی پدې فکر کې شو چې اوس له دې مار نه ځان څنګه وژغوري. په همدې فکر کې ډوب وو چې، ګوري پاس يو سپين موږک او يو تور موږک لګيا دي او د کوهي رسۍ خوري.*

*سړی له ډېرې وېرې په لړزان شو، رسۍ يې وښوځوله چې موږکان يا وتښتي او يا کوهي ته ولويږي، مګر دواړو موږکانو په رسۍ غاښونه کلک کړل. سړي نور هم د رسۍ ښوځولو ته زور ورکړ تر دې چې کله به د کوهي پر يوه اړخ ولګېد او کله پر بل. پدې وخت کې يې څنګل پر يوه نرم شي سره ولګېده، چې ګوري د ګبين څپياکه ده. سړي ځان په يوه لاس ټينګ کړ او په بل لاس يې ګبين وڅاکه.* *ګبين دومره خوږ وو چې له سړي نه يې خپل ټول کړاو هېر کړ. له يوې څکې وروسته يې بله څکه، او له بلې وروسته يې بله څکه وکړه. لاس يې پکې دننه کړ، په هغې يې هم صبر ونه کړ، هغه بل لاس يې هم ور واچاوو او له دې سره په کوهي کې ولوېد. له لوېدو سره له دې وېروونکي خوبه راويښ شو او په خپل ځای کې نېغ کښېناست.*

*په دې وخت کې مؤذن د سهار اذان وکړ. سړی ژر پاڅېد، اودس يې وکړ، او په منډه جومات ته لاړ. له لمانځه وروسته يې دا وېروونکی خوب امام ته تېر کړ او د خوب د تعبير پوښتنه يې ترې وکړه.*

*امام وويل: هغه زمری چې تا پسې يې شا ته منډې وهلې، هغه ملک الموت دي. هغه کوهی قبر دی، هغه رسۍ چې ته ور پورې ځنګېدې، هغه ستا عمر دی، او هغه تور او سپين موږک شپه او ورځ دي چې لګیا دي او ستا د عمر رسۍ خوري.*

*سړي وويل: او هغه ګبين؟*

*امام وويل: هغه دُنيا او د دُنيا خوندونه دي چې، له تا څخه يې د مرګ او قبر اندېښنه هېره کړې ده!*

د دعا  په هیله

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض