حشمت الله شاهدی ریکآرډ مات کړ
حشمت شاهدي د ویسټ انډیز ۹۲ کلن ریکارډ مات کړ، د نړیوالو تبصرې یې په اړه څه دي؟افغان چپ لاسې توپ وهوونکي حشمت الله شاهدي د زمبابوی خلاف په ټیست لوبه کې یوه نه هېرېدونکې لوبه وکړه چې تراوسه ورته نړیوال ګوته په غاښ دي او د لوبې صفتونه یې کوي، چشمت د افغانستان لپاره لومړی افغان توپ وهوونکی شو چې په ټیسټ کرکټ کې ډبله سلیزه جوړوي.نوموړي د افغانستان لپاره په شپږمه ټیسټ لوبه کې په ۴۴۳ توپونو ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې یوویشت څلوریزې او یوه شپږیزه هم پکې شامله وه، د هغه همدې توپ وهنې نړیوال بیخي حیران کړي دي او تر ننه یې د هغه په توپ وهنه تبصرې روانې کړې دي.د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې چې حشمت شاهدي د افغانستان لپاره هغه لوبغاړی دی چې له ټولو ټیمونو مخکې یې یواځې په شپږمه لوبه کې دا کارنامه وکړه، کریک انفو لیکلي چې وروستی ځل په ۱۹۲۹ کال کې د ویسټ انډیز لوبغاړي کلیفورډ روچ دا کارنامه کړې وه چې د ټیم لپاره یې په شپږمه ټیسټ لوبه کې د انګلینډ پر وړاندې ۲۰۹ منډې جوړې کړې وې.همداراز کریک انفو بیا په ترتیب سره د نورو لوبډلو معلومات هم خپاره کړي دي چې په خپلو پرلپسې لوبو کې یې لوبغاړو ډبلې سلیزې وهلې دي، ډیف هاټن د زمبابوی لپاره په نهمه ټیسټ لوبه کې په کال ۱۹۹۴ کې ډبله سلیزه وهلې وه.اسټرالیا او پاکستان په خپلو شپاړلسمو لوبو کې د اسټرالیا لپاره بیلي مودچ په ۱۸۸۴ کې د پاکستان لپاره امتیاز احمد په ۱۹۵۵ کې، مارتین د نیوزلینډ لپاره په ۱۸ مه ټیسټ لوبه کې به ۱۹۴۹ کې ډبله سلیزه جوړه کړه.فولکنر د سویلي افریقا لپاره په ۲۶ مه لوبه کې ۱۹۱۰ کال کې، برینډن د سریلانکا لپاره په ۲۵ مه لوبه کې ۱۹۸۶ کال کې ډبله سلیزه جوړه کړه، پولي امریګر په ۴۵ مه ټیسټ لوبه کې ۱۹۵۵ کې د هند لپاره ډبله سلیزه جوړه کړه.
نظرات
ارسال یک نظر