د نفس اصلاح څلور اصول
*د نفس اصلاح لپاره ۴ څلور اصول!*
*۱- مشارطه*
*د خپل ځان سره شرط ولګوه، چي ګناه به نه کوم.*
*۲- مراقبه*
*آیا "گناہ" خو به مي نوي کړې.*
*۳- محاسبه*
*له خپل ځان سره حساب وکړه، چي څونه ګناه مي کړې او څونه نیکي.*
*۴- مواخذه*
*که نفس په ورځ کي کومي نافرمانۍ کړي وي، هغه ته سزا ورکړه او سزا دا ده، چي پر هغه د عبادت بوج واچوه،*
*(امام غزالی رحمة الله علیه*
*احیاء علوم الدین)*
*۱ هر سهار د خپل نفس سره شرط وکړه، چي نن ورځ هیڅ ګناه نه کوم.*
*۲ ټوله ورځ پرځان نګراني وکړه، چي ګناه درڅخه ونه شي.*
*۳ ماښام د بیدېدو څخه مخکي یوازي له ځانه څخه د ټولي ورځي جائزه واخله، چي کوم ښه شوي او کوم بد.*
*۴ که کومه غلطي شوې وه، پر هغه د شرمندګي سره استغفار وغواړه او که دي ښه کړي وه پر هغه د الله تعالی ډېر شکر اداء کړه.*
*دا څو ټکي د نفس اصلاح لپاره دي.*
*الله تعالی دي موږ د نفس اصلاح لپاره متوجه کړي*
*آمین.*
نظرات
ارسال یک نظر