د شمالی کوریا د مشر جالب کار

 ده دنر بچي یوځل بیا هغه ښوونکی اعدام کړو کوم چې ښوونځي ته 7 دقيقې او 18 ثانیې ناوخته راغلو.

قصه داسې ده چې کیم جونګ اونګ یوه ورځ ناڅاپي یوې عالي لیسې ته دڅار لپاره ورځي دڅار څخه وروسته ګوري چې دلیسې یو ښوونکی ناوخته راځي, نو ورته وايي چې ته باید اعدام شې.

دلیسې مدیر ورته وايي: صاحبه دا ېې لومړی ځل دی چې ناوخته راځي اوس ورته بخښنه وکړه بیابه ناوخته نه راځي.

کیم جونګ له ښوونکي څخه پښتنه کوي ایا داستا لومړی ځل دی چې ناوخته راځې? ښوونکی وايي: بلی صاحبه.

کیم جونګ له مدیر څخه هم پښتنه


کوي ایا دا دده لومړی ځل دی چې ناوخته راځي?

مدیر: هو صاحبه.

کیم جونګ د څار کمرو ته مخه کوي دې پایلې ته رسیږي چې دا د ښوونکی لومړی ځل ندی.

مدیر او ښوونکی دواړه دلیسې په منځ کې د زده کوونکو په وړاندې په دار ځړوي او بیا وايي چې دا هیواد خیانت ګرو ته اړتیا نه لري,داهغه ځای دی چې د راتلونکي نسل لپاره دلته خلک روزل کیږي.

#ژباړهc

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض