د رسول الله ﷺ د څو لویو دښمنانو انجام

 د رسول الله ﷺ د څو لویو دښمنانو انجام


      قرانکریم کې الله جل جلاله رسول الله ﷺ ته امر کوي چې د الله له امر سره سم حق روښانه کوه، له مشرکینو مخ اړوه، د سپکاوي او ګستاخي کوونکو لپاره موږ کافي یو، إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ. [الحجر: 95] شيخ عبدالرحمن بن سعدي رحمه الله وایي یعني څوک چې د رسول الله او پر هغه د نازل شوي دین سپکاوی كوي د هغو سزا به الله ورکوي او هغه یې کافي دی، بله دا چې د هغو سپکاوی او ګستاخي دوی ته هیڅ تاوان نه رسوي.


      دا راز یوه قدسي حديث کې راغلي دي الله جل جلاله فرمایي: څوک چې زما له دوست سره دښمني کوي؛ هغه ته زما د جګړې اعلان دی. مَن عادى لي ولياً فقد آذنتُه بالحرب. رواه البخاري. او ښکاره خبره ده چې انسانانو کې انبیاء علیهم الصلوة والسلام د الله جل جلاله لومړۍ درجه دوستان دي. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او بل هر نبي دښمني او سپکاوی ګواکي الله جل جلاله سره د جګړې اعلان دی، او الله سره په جګړه کې هیڅوک نه دې بريالي شوي او نه به بریالي شي. 


     په ځانګړې توګه رسول الله ﷺ سره دښمنی او د هغه سپکاوی (العیاذ بالله) هغه بدمرغه کړنه ده چې کوونکی یې الله د دنیا او اخرت له تباهي او هلاکت سره مخامخ کوي. په دې برخه کې ډېرو سرونه خوړلي او د الله له قهر او غضب سره مخ شوي دي، دلته د اسلام تاریخ ته ورګرځو، د څو داسې کسانو د ژوند انجامونه او پایلې په لنډه توګه رااخلو چې هغوی د رسول الله ﷺ سرسخت دښمنان وو او په دې دښمني کې نامراده شوي او هلاکت سره مخ شوي دي. 


(1)  ابو لهب بن عبد المطلب: نوموړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره و، د قرانکریم په المسد سورة کې الله د لمبو او اور زېری ورکړی دی، دی د رسول الله په دښمني کې تر ټولو مخکې و او الله تر ټولو سخته سزا ورکړه، کافر له دنیا ولاړ او د بدر له لویې غزا اوونۍ وروسته هلاک شو. 


(2) أبو جهل بن هشام المخزومي: دا قران وهلی د قریشو لوی مشر و، د اسلام ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو په دښمني کې هغه ته رسول ا لله د دې امت د فرعون لقب ورکړی و، ده شپه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت مخکې خنډونه جوړول او هر وخت یې د هغه په هرخلاف له هرې وسیلې کار اخیست، خو د مسلمانانو د دوو تنکیو ځوانانو په لاس د بدر په لویه غزا کې هلاک شو. 


(3) عُقبة بن أبي مُعيط: دی هم د کفر له سرخېلانو شمیرل کیدی، او دا هغه بدمرغه انسان و چې مکه کې د بیت الله خواته رسول الله صلی الله علیه وسلم د سجدې حالت کې و او ده د پسه لری او ګندګۍ په څټ کې ورواچول! دی هم له دنیا کافر ولاړ او د بدر په لویه غزا کې هلاک او ووژل شو. 


(4) النضر بن الحارث : دی د قریشو لوی تاجر و، مختلفو هیوادونو ته به د تجارت لپاره تلی، لکه د روم او ایران لويو ښارونو ته ، له هغه ځایه به یې د رومیانو او فارسیانو ادبي او کلتوري کیسې راوړې، آن دومره هم ویل کیږي چې کلیله او دمنه هم ده عربي ته راوړې دي، مکه کې به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته دعوت ورکوه او قران به یې ورته تلاوت کوه، ده به له هغه وروسته همدا خپلې کیسې ورته بیانولې او ورته ویل به یې چې قران پخوانۍ کیسې دي او له هغه نه دا زما کیسې ښآیسته دي. دی هم بدر په غزا کې ووژل شو. 


‌‎(5) العاص بن وائل: دی هم د اسلام او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم له سترو دښمنانو نه و، د المریم سورت کې د ده په باره کې ایتونه راغلي دي او الله د اور او جهنم زېری ورکړی دی ، دی د بدر له غزا مخکې هلاک او وژل شوی دی. 


(6) أُبي بن خلف: د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلام له خورا سرسختو او خطرناکو دښمنانو نه و، ده په مکه کې قسم کړی و چې زه به محمد ( صلی الله علیه وسلم) وژنم، یوه ورځ له رسول الله سره مخامخ شو او ورته کړه یې: زه یو ښایسته آس لرم، هره ورځ جوار ورکوم او ډېر ښه یې ساتم ، د دې لپاره چې تا به پرې وژنم، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: زه به تا وژنم، که د الله خوښه وه، د احد غزا کې هغه رسول الله  په نېزه وواهه، ډېر کم خوږ شو، خو ډېرې لويې رمباړې یې وهلې، چا ورته وویل: دومره خوږ نه یې او دومره چېغې وهې؟! ده ورته وویل: ما ته محمد ویلي و چې وژنم به دي، قسم دی که هغه لاړې پرې راتوپ کړې وی هم وژلی به یې وم. او له هغه واره سره ومړ. 


(7) الأسود بن المطلب : دا زوی مړی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له سختي دښمني سره له هغو سترو کفارو نه دی چې هر وخت به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو سپکاوی کوه، هغوی پورې به یې پسخندونه وهل او پوچې او سپکې خبرې به یې کولې، دلته چې کوم ایت موږ راواخیست: (إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ) دا هم په ځانګړې توګه د ده او څو نورو په باره کې نازل شوی دی. ویل کیږي ده ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ښېرا وکړه، نو داسې ناروغي پرې ولګیدله چې مخ یې تک تور شو، اوبه به یې څښلې خو پرې مړیده به

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض