د نوکانو په اړه ١٦ سوالونه او ځوابوه

 دنوکانو په هکله (۱۶) سوالونه او ځوابونه

خاکسارجان

داسوالونه دمختلفو هیوادونو څخه مختلفو خویندو رالیږلي دي، خوزه دلته داستفتاء کونکو اودځای دمعلومولو څخه تېرېږم، صرف په سوالونو اکتفاء کوم.

۱:سوال: غټ نوکان پرېښودل څه حکم لري؟

ځواب: غټ نوکان پرېښودل سخت مکروه دي. 

۲:سوال: دمصنوعي نوکانو استعمال څنګه دئ؟

ځواب: مصنوعي نوکان ایښوول اواستعمالول مکروه دي. 

۳:سوال: دجنابت په وخت کي دنوکانو لنډول څنګه دي؟

ځواب: دجنابت په وخت کي نوکان پرېکول مکروه دي، ښه خبره داده چي د غسل څخه وروسته نوکان پرېکړل شي. 

۴:سوال: په نوک کي غلا اونورڅه معلومول څنګه دي؟

ځواب: داعمل ناجایزدئ، داځکه چي په دې کي داخطره شته چي بې ګناه کس متهم شي. 

۵:سوال: دغسل وروسته مي دصابون سپینوالی په نوکانو کي پاته شو ایا داسپینوالی دصابون پاک دئ که یا؟

ځواب: داسپینوالی پاک دئ هیڅ پروانلري. 

۶:سوال: د ناخن پالش سره اودس اوغسل څنګه دئ؟

ځواب: که چیري دنوکانو دپالش لاندي ونوک ته اوبه نه ورتلې نو غسل او اودس نه صحیح کیږي. 

۷:سوال: کله موپه نوکانوکي خټې وي، ایاله خټوسره اودس روا دئ؟

ځواب: بلې ! که چیري خټې ونوکانوته ننوتلي وي دخټو وایستلو ته اړتیا نشته اودس ورسره روادئ. 

۸:سوال: کله چي لاسونه په نکریځو سره شي نوکان هم سره شي له دې سره داودس اودغسل څه حکم دئ؟

ځواب: نکریځې هیڅ پروانلري اودس اوغسل ورسره رواه دئ. 

۹:سوال: ایا دنوکانو دپرېکولو له کبله اودس ماتیږي که یا؟

ځواب: نه ! دنوکانو دپرېکولو له کبله اودس نه ماتیږي. 


۱۰:سوال: دلته په امریکاکي موږچي کله خپل نوکان پرېکړو اودسر ویښتیان لنډکړو بیا یې سوځوو ددې شرعي حکم څه دي؟

ځواب: دنوکانو اووېښتیانو سوځول جایزنه دئ، ددې لپاره تاسی نوکان اوويښتیان په یوه ټوکر یاکاغذکي وپیچئ اوبیا یې ښخ کړئ اویا یې یوځای کښېږدئ. 

۱۱:سوال: په روژه کي مي نوکان لنډ کړل، دپرېکولو پرمهال مي نوک هم وینې وکړې حیرانه وم چي روژه مي څنګه شوه؟

ځواب: نوک پرېکول په روژه کي هیڅ پروانلري، اونه هم دنوک دوینې له کبله روژه ماتیږي، خود وینوسره اودس ماتیږي. 

۱۲:سوال: په دې نه پوهیدم چي دنوکانو رنګ استعمالول جایزدي که یا؟ ناخن پالش مي استعمالاوه، اولمونځونه مي کول، وروسته خبره شوم چي داګناه لري، حتی ځینو راته ډيره کړه چي نکاح دي هم ختمه شوه، داځکه چي دنوکانو درنګ سره اودس نه صحیح کیږي، اوپه بې اوداسه سره لمونځ کول کفردئ، نوځکه نکاح هم له منځه ولاړه- اوس حیرانه یم چي داماشومان ، خاوند اوکور اوداحالت نودخدای لپاره دځواب په هیله یم.

ځواب: په دې کي هیڅ شک نشته چي دنوکانو درنګ سره اودس نه صحیح کیږي ، کله چي اودس درست نشو نولمونځ هم نه صحیح کیږي، په دې سره نه وتاته کفرلازم دئ اونه هم نکاح له منځه تللې ده، داځکه تاسی خبرنه واست. 

۱۳:سوال: په پوهنتون کي مي یوه تکړه ملګرې وه، دزړه دوره پر راغله ، مړه شوه غسل ورکول شو ا وښخه شوه، زه نه پوهیدمه چي د نوکانو رنګ څنګه دئ؟ هغې ناخن پالش استعمال کړي وو چي مړه شوه اوس ددې غسل څنګه شو؟ حال داچي اوس ښخه شوېده، یوې بلې خورراته وویل چي غسل یې درست نه دئ نوځکه مي پوښتنه درولیږل.

ځواب: هغه دي الله وبخښی مسلمانه وه، خوغسل یې صحیح نه دئ. 

۱۴:سوال: دنوکانو دپرېکولو آداب که راته بیان کړئ.

ځواب: اما م غزالی رحمة الله علیه لیکلی دي چي لومړی به دراسته لاس دشهادت دګوتې نوک پرېکړل شي، بیادي نور نوکان پرېکړل شي، اووروسته دي دچپه لاس دکوچنۍ (خچڼې) ګوتې څخه شروع وشي همدایې ترتیب اوآدب دئ. 

۱۵:سوال: دلته په جرمني کي یوه مسلمانه خور وفات شوه، نوکان یې غټ وه، تدفین اوتکفین یې وشو، له فاتحې وروسته ځینو راته وویل چي باید ددې ښځې نوکان پرېکړل شوي وای، داځکه داددې دعذاب سبب ګرځي، نوځکه موپوښتنه درولیږل ترڅو خبرشو. چي ایا دمیت نوکان پرېکول په شریعت کي څنګه دي؟‍

ځواب: دمیت دویښتیانو اونوکانو پرېکول منع دي، که چیري یې نوکان ماته وه بیا کولای شئ چي پرې یې کړئ ورنه دمیت په نوکانو اوویښتیانو به لاس نه وهئ. 

۱۶:سوال: ایا دشپې دنوکانو پرېکول بدکاردئ؟

ځواب: همداپوښتنه له فقیه الامت حضرت مولانا مفتی محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه څخه شوې ده، ده یې په ځواب کي لیکلي دي، چي ددې په هکله دفقهي په کتابونوکي څه نشته.

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض