د رومیانو ګټی
رومي مرسته کوي چې نور له وچ او سپېره پوست سره خدای په اماني وکړئ ...
* سره چې څومره ښکلي دي ، په هماغه اندازه ستاسو د پوست په ښایست کې هم مرسته کوي . په مخ او یا لاسونو باندې موښل یې د پوست د ښکلا لامل ګرځي .
* سره اطراحیه سيستم پاکوي چې د بدن پوست هم ورسره ښکلی کېږي .
* اطراحي او هاضمي سيستم له پوست سره نېغ په نېغه اړیکه لري ، تاسو به هم تجربه کړې وي ، کله مو چې په هاضمه او اطراحیه سيستم کې ستونزه پیدا کېږي ، د بدن پوست به مو هم سپېره او وچ وي .
* رومیان په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فایبر لري چې د خوراکي موادو په هضم او پوست ته په اوبو رسولو کې مرسته کوي چې دغه څه د ښکلي او شفاف پوست لامل ګرځي .
* نو چې داسې ده یا خام رومیان وخورئ او یا یې په زیاته کچه په خوړو کې وکاروئ ، څو ښکلی او جذاب پوست ولرئ .
👈 دا معلومات له نورو سره شریک کړئ او که لیکنه مو پوره لوستلي وي لطفا کمنټ کي ولیکئ چې پوره ولوستل شوه .
نظرات
ارسال یک نظر