ډیر مهم ټولنیز اداب
-د چا په څنګ کي که ناست یاست، نو تلیفون او کمپیوټر ته یې مه ګورئ، هرڅوک شخصیات لري.
-د نورو خلکو کور او دفترونو کي د بوټونو سره مه ګرځئ، که هغوی ګرځېدل، بیا ستونزه نسته.
-د چا شیان (چارجر، بوټونه، پټو او...) بې اجازې مه کاروی، د ځینو خلکو ښه نه راځي.
-که مو ښادیو او ودونو ته څوک خبر نه کړي، نو ګیله مه ځني کوی او مه ځني خوابدي کېږی.
-کله چي ستاسي کور ته یا ښادیو ته میلمانه درسي، نو د زړه د اخلاصه خدمت یې وکړی، خلک د ډوډۍ نه، بلکي ستاسو د احترام په خاطر درځي.
-مشران که په کار پوهیږي او که نه، مشوره خامخا ورسره وکړی. هم به خوشحاله سي، هم به دعا درته وکړي او هم به ګیله نه در څخه کوي.
-که مو کومه اداره کي ملګری کار در و نه کړي، نو مه ځني خپه کېږی، شاید قانون اجازه نه ورکوي او که مو ملګری و رشوت ته لار جوړوي، نو ملګرتیا ورسره وشکوی.
-کوم څوک، چي ملګرتیا نه درسره کوي، نو تاسو په زور ملګرتیا مه ورسره کوی، څوک چي ملګرتیا درسره کوي هغوی مو حقیقي ملګري دي.
-کله چي څوک خپل موټر، موټرسایکل، کمپیوټر یا بل شی درکړي، نو احتیاط ورسره وکړی.
-کوم کار چي مو په وسه نه وي، نو اول یې لا مه شروع کوی.
-کتابونه که مطاله کوی او که نه، خو رانیول یې خامخا ګټه کوي.
-که دي پورته خبري لوستلي وي، نو و ګوره که یې تاته ګټه کړې وي، نو د نورو سره یې هم شریکي کړه، یا مو ملګري دلته را منشن کړی.
نظرات
ارسال یک نظر