شکره څه شی دی؟
شکره څه شى ده؟
نشايسته لرونکي غذا، پروټين، شحميات، قندونه، دا ټول خواړه د هضم نه وروسته په ګلوکوز بدليږي.
ګلوکوز د انسان په بدن کې د ګلايکوجن Glycogen په شکل په ځيګر او عضلاتو کې ذخيره کيږي، او د ضرورت په کي دغه ګلايکوجن په ګلوکوز باندي تبدليږي، او ګلوکوز د انسان په عضاوو کې تجزيه کيږي توليدوي.
د ويني ګلوکوز ته Glyslcemia ويل کيږي، که چېري د نورمال حالت څخه د ويني د ګلوکوز اندازه کم شي نو دي حالت ته Hypoglycemia او که چرته د نورمال حالت څخه د ويني ګلوکوز زيات شې نو دي حالت ته Hyperglycemia ويل کيږي.
په نور مال حالت کي د ګلوکوز مقدار په نهاره
FBS: 65___ 115 mg/dl
پوري اټکل شوي دي، دا چې د غذا خوړلو څخه وروسته پخ وينه کې د ګلوکوز سويه لوړيږي نو نارمل مقدار يې د
RBS: 80___ 180 mg/ dl Normal rang.
هغه هومونونه چې د ګلوکوز د غلظت په تعين کې ونډه لري عبارت دي له.
1--- انسولين Insulin
انسولين د pancarase غدى د بيتا په حجرو کې توليديږي او د ويني د دوران ګلوکوز د ضرورت په اندازه په مصرف رسوي، يعني تر څو تري انرژي توليد کړي، او يا دا چي انسولين د ويني د دوران ګلوکوز په ګلايکوجن چې د ګلوکوز ذخيروي شکل دي تبديلوي او دغه ګلايکوجن د انسان په ځيګر او عضلاتو کي ذخيره کيږي.
که چيري انسولين نه وي په وينه کي د ګلوکوز سويه لوړيږي او يو سندروم چي د Diabites Mellitus په نوم ياديږي رامنځته کيږي.
2--- ګلوکاګن Glucagons
نوموړي هورمون د pancarase د الفا د لنګرهانس حجراتو په واسطه توليږيږي او د انسولين برعکس تاثيرات لري، يعني هغه ګلوکوز چي د ګلايکوجن په شکل ځيګر او عضلاتو کې ذخيره شوي د ضرورت په وخت کي نوموړي هورمون په واسطه د انرژي د توليد په خاطر په ګلوکوز تبديلوي.
3--- ادرنالين Adrenaline
دعه هورمون د کلوکوز په څير تاثير لري يعني ګلايکوجن په ګلوکوز بدلوي.
4--- Epinephrine
دغه هورمون هم د ويني د ګلوکوز د سويي په تنظيم کي رول لري.
په وينه او ادرارو کې د ګلوکوز زياتوالي د شکرې غټي علامي دي چې د بدن مختلفي برخي متاثره کوي، مثلا ګردې، سترګې، زړه، پوستکي او داسې نور.
د ماهرينو دا نظر دي چې د لاندې يو په خرابوالي سره شکرې ناروغۍ امکان لري.
1--- Inablilty of the pancarse to produce insuline.
2--- Inability of the intestine to absorb glucose.
3--- Inability of the liver to accumulate and break down glycogen.
4--- The presence of inlayered amount of hormones.
د شکرې علامات.
د ادرارو بار بار او زيات راتلل.
زيات وږى کيدل
زيات تږى کيدل
په تيزي سره د بدن وزن کميدل
په تللو کې ستړى کيدل
کمزورى او سستي محسوسول
د زړه بدوالي
د زخمونو په جوړيدو کي زيات وخت لږيدل
نظرات
ارسال یک نظر