په زړه پوری کیسه

 څومره په زړه پوري عبرتناکه کيسه


وایی چی حضرت داود ﴿ع﴾ دخپل کار په ځای کی یوه ورځ په کار مشغول وو چی ناڅاپا یوه ښځه راغله او له سلام وروسته یی له حضرت داود﴿ع﴾ څخه وپوښتل چی 

ایا ستا خدای ﴿ﷻ﴾ عادل دی او که ظالم؟

حضرت داود ﴿ع﴾ ورته وویل چی زما خدای عادل دی او هیڅکله ظالم ندی . لدی سره ښځی وویل !

زه یوه کونډه ښځه یم او کوچنی یتیمان ماشومان په کور کی لرم هره ورځ دغاړی دستملان  په کور کی جوړوم او په بازار کی یی پلورم او په پیسو یی خپلو بچیانو ته نفقه برابروم. خو نن چی کله دبازار په لور روانه وم په لاره کی ناڅاپه یو هوایی مارغه راغی او زما دټکری څخه چی پرسر می ایښی وه ددستملانو ټول [غوټه] پنډوکی یووړه او خالی لاس کورته راغلم.

ښځی لا خبره خلاصه کړی نه وه چی دروازه ټک ټک شوه ، حضرت داود ﴿ع﴾ ورته دننوتلو اجازه ورکړه ، ګوری چی لس کسان تجاران راننوتل او هریو سل دیناره دحضرت داود ﴿ع﴾ و مخته کیښودل او ورته یی وویل چی داپیسی ضرورتمندو ته خیرات ورکړی ، حضرت داود ﴿ع﴾ تری پوښتنه وکړه چی خیریت دی ټول لس کسان او هریو سل دیناره خیرات ورکوی څه خبره ده ؟؟ تجارانو وویل چی په سمندر کی یی په کښتی کی سفر درلود چی دکښتی یوه تخته ماته شوه او اوبه را پورته شوی.<

مونږ ټولو دالله تعالی حضور ته سوالونه وکړل چی که ددی طوفان څخه ژوندی ووځی نو هریو به سل دیناره نذر ورکوی ، تجارانو وویل چی داسمان و طرف ته مو کتل چی یو مارغه راغی او یوه [غوټه] پنډوکی یی په کښتی کی راوغورځول. چی کله مو[غوټه] پنډوکی خلاص کړل پکی سره دستملان وو او په هغو مو دکښتی تخته وتړله او له طوفان څخه وژغورل شوو.<

حضرت داود ﴿ع﴾و کونډی ښځی ته مخ واړوه او ورته ویی وویل چی زما الله ﴿ﷻ﴾ ستا په دستملانو ددوی ژوند وژغوره او ددریاب په منځ کی یی ستا دنفقی غم هم وخوړ. څنګه داسی رب ﴿ﷻ﴾ ته ظالم ووایو؟؟؟


د دعا په هیله

نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض