د لقمان حکیم50نصیحتونه

 د لقمان حکیم صاحب ۵۰ نصیحتونه:


۱:- لږي خبري کوه.


۲:- د دوستانو احترام کوه.


۳:- د نن کار سبا ته مه پرېږده.


۴:- په هېڅ کار کې عجله مه کوه.


۵:- په لاره تللو کې درميانه اوسېږه.


۶:- مصرف دي له پيداوار نه کم ساته.


۷:- ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه.


۸:- له مور او پلار سره نيک چلند کوه.


۹:- لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه.


۱۰:- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.


۱۱:- د مور او پلار وجود غنميت وشمېره.


۱۲:- ښوونکې د مور او پلار په څير وگڼه. 


۱۳:- د نورو مال او مقام ته  طمعه مه کوه.


۱۴:- له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه.


۱۵:- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.


۱۶:- له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.


۱۷:- د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه.


۱۸:- ادب او عاجزي هېڅ کله هم  مه هيروه.


۱۹:- هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.


۲۰:- د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه.


۲۱:- په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.


۲۲:- د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه.


۲۳:- په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه.


۲۴:- تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه.


۲۵:- اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه.


۲۶:- د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه.


۲۷:- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.


۲۸:- خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته.


۲۹:-  له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.


۳۰:- د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره.


۳۱:- د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.


۳۲:- له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.


۳۳:- د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه.


۳۴:- هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.


۳۵:-محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه.


۳۶:- عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره.


۳۷:- د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه.


۳۸:- د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه. 


۳۹:- له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.


۴۰:- پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله  نه پټ نه دي.


۴۱:- هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پري خوښ اوسه.


۴۲:- هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه.


۴۳:- په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.


۴۴:- هېڅوک او يا هېڅ شي له الله  جل جلاله سره مه شريکوه.


۴۵:- له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.


۴۶:- په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبري کوه.


۴۷:- له الله جل جلاله سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلېږه.


۴۸:- په هغه څه چې نورو ته يي نصيحت کوي خپله پري زر عمل کوه.


۴۹:- هغه دوست ته دوست ووايه چې په سختۍ کې در په کار شوي وي. 


۵۰:- عمر او روزي په حساب او کتاب ده ، نو له هېڅ چانه مه ډارېږه او مه تري طمع کوه.


نظرات

Public information

د جمعی د لمانځه طریقه

د حضرت بلال حبشی رض